انساني قاچاق سره د مبارزې نړۍواله ورځ؛ ۱پر ۳ برخه قربانیان یې ماشومان دي

Loading

د جولای ۳۰مه د انساني قاچاق پر ضد له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

د دغې ورځې په مناسبت د کډوالۍ نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو دفتر وايي، د نړۍوالو هڅو سره سره لا هم د انساني قاچاق یو پر دریمه برخه قربانیان ماشومان دي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان د اعلامیې یوه برخه کې ویلي: په منځني ډول، په ټوله نړۍ کې د انساني قاچاق له هرو دریو قربانیانو یو یې ماشوم دی. د کډوالۍ نړیوال سازمان په دوامداره توګه له خپلو بېلابېلو شریکانو سره د قاچاق له قرباني شویو ماشومانو د ښه ملاتړ او ساتنې لپاره کار کوي.»

د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې د دفتر اجراییه رییس، غدا ولي ویلي: «سږ کال د انساني قاچاق پر وړاندې د نړۍوالې ورځې شعار پر قرباني شویو ماشومانو تمرکز لري، چې په تېرو ۱۵ کلونو کې درې برابره زیات شوي دي.

زموږ د معلوماتو له مخې، ماشومان په ټوله نړۍ کې د قربانیانو څه باندې درېیمه برخه جوړوي، او په ځینو سیمو کې اکثریت جوړوي.»

د کډوالو د حقونو فعال، محمد خان محمدزي ویلي: «د مرګ تر بریده ځينې ستونزې شته دی.»

یو شمېر هېوادوال چې نورو هېوادونو په ځانګړې توګه ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته په قاچاقي توګه د تللو ترخه تجربه لري، د دغې لارې د ستونزو او بدګڼو په تړاو داسې وایي.

له ایرانه را اېستل شوی، جان محمد وايي: «په یوه موټر کې له شلو تر ۲۵ کسان سورلۍ پورته کوي او په لار کې هغوی ته ډوډۍ نه رسیږي. موږ له مجبورۍ ایران ته ځو.»

اخوا، اسلامي امارت هم وايي چې تر ډېره هېوادوال په بهر کې د قاچاق کوونکو په لومه کې لوېږي او اسلامي امارت هڅه کوي چې په هیواد کې دننه د کار په پیدا کولو سره د دې کار مخه ونیسي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد وايي: «له دې اړخه موږ هم اندېښمن یو، له هېوادونو سره هم خبرې شوې دي. په افغانستان کې مو هم ډېره هڅه کړې ده چې ځوانان و نه ووځي او کار ورته برابر شي.»

ملګرو ملتونو په نړۍ کې د پوهاوي زیاتېدو په موخه د جولای «۳۰مه د انسانانو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې» د نړیوالې ورځې په توګه نومولې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "انساني قاچاق سره د مبارزې نړۍواله ورځ؛ ۱پر ۳ برخه قربانیان یې ماشومان دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*