انګلنډ کې د پرېکون غوښتنې: ایا د افغانستان کرېکټ بندیز ته نږدې شوی؟

په وروستي ګام کې د بریتانیا د پارلمان یو شمېر غړو د انګلنډ له کرېکټ بورډ غوښتي چې راتلونکې فبروري میاشت کې د چمپېنز ټرافي سیالیو کې له افغانستان سره له لوبې پرېکون وکړي.

د انګنلډ کرکېټ بورډ یې په ځواب کې ویلي چې له افغانستان سره د دوه اړخیزو لوبو نه کولو دریځ ته دوام ورکوي خو د کرېکټ نړیوالې شورا په لوبو کې به ورسره لوبېږي.

د انګلنډ کرېکټ بورډ مشر ریچارډ ګولډ وايي، “د ای سي سي د غړو لخوا د انفرادي او یوازې اقدام پرتله به د ای سي سي په کچه همغږې تګلاره اغېزناکه وي.”

د افغانستان د کر ېکټ بورډ پخوانی مشر نسیم دانش خبرداری ورکوي چې د افغانستان کرېکټ له بندیز سره مخامخېدونکی دی. هغه چې کلونه یې د افغانستان د کرېکټ بورډ مشري کړې، له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، اوس د افغانستان کر ېکټ بورډ له سخت فشار سره مخ دی او ښايي ورو ورو ځینې نور کرېکټ بورډونه هم له افغانستان سره لوبې کول پرېږدي.

“داسې ورځې را روانې دي چې د افغانستان پر کر ېکټ بندیز ولګېږي او دا یوازینۍ خوښي هم له منځه لاړه شي. که د ښځو پر وړاندې همدا حالات روان وي چې پر زدکړو او کار او نورو حقونو یې بندیزونه وي، نو ډاډه یم چې افغان کرېکټ به له دایمي بندیز سره مخ شي.”

د انګلنډ کر ېکټ بورډ د بریتانیا د پارلمان غړو د لیک په ځواب کې دې ته هم اشاره کړې چې کرېکټ په افغانستان کې دننه او بهر کې مېشتو افغانانو ته “د هېلې او مثبتې سرچینې” ارزښت لري.

د افغانستان د کر ېکټ بورډ پخوانی مشر نسیم دانش وايي له ا.ا. باید وغوښتل شي چې د ښځو د حقونو برخه کې نرمي وښيي، کنه نو زیان یې یوازې د افغانستان کرېکټ ته نه، بلکې نورو برخو ته هم رسېږي.

“که د افغانستان پر کر ېکټ یو ځل بندیز ولګېږي نو د کر ېکټ نړیوالې شورا پیسې بندېږي، ټول سپانسرونه له لاسه وځي، کورنی کرېکټ به له منځه لاړ شي او نور به یې خلک هم نه کوي ځکه چې راتلونکې به یې نه ګوري. بیا په هیڅ صورت دې ځای ته نه شو رسېدلی. اصلا به بیا د افغانستان کرېکټ نور له منځه لاړ شي.”

کرېکټ
د عکس تشریح، د افغانستان کرېکټ په وروستیو کې په پرلپسې توګه ښه ځلېږي او پیاوړو لوبډلو ته یې ماتې ورکړې دي.

یوه اوونۍ او د پرېکون ګڼې غوښتنې

تازه د شمالي ایرلنډ پخوانۍ لومړۍ وزیرې بارونیس فوسټر هم د انګلنډ له لوبډلې غوښتي چې له افغانستان سره د کرېکټ لوبه ونه کړي.

بریتانیا کې پر سیاستوالو سربېره له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د ښځو د حقونو فعالانو او د پېرس مورګن په څېر مشهورو خبریالانو هم دا غوښتنه کړې، چې د دغه هېواد کر ېکټ لوبډله دې له افغانستان سره لوبې نه کوي. د دوی دلایل ښکاره دي چې په خبره یې د ا.ا. حکومت په افغانستان کې د ښځو حقونه “تر پښو لاندې کړي” او د ښځو د زدکړو برخه کې د محدودیتونو تر څنګ یې د هغوی پر لوبو هم یو مخیزه بندیز لګولی.

پیرس مورګن چې بریتانیا کې یو له نوموتو ژورنالیستانو دی، پر خپله ایکس پاڼه لیکلي “د انګلنډ کر ېکټ بورډ باید د فبروري پر ۲۶مه د چمپېنز ټرافۍ په سیالیو کې له افغانستان سره خپله لوبه لغوه کړي. د افغان مېرمنو پر وړاندې د ا.ا. ناوړه او لا بدېدونکی ظلم چې له هر ډول لوبو یې بندې کړې دي، نامعقوله او د منلو وړ نه دی.”

کرېکټ
د عکس تشریح، پیرس مورګن له انګلنډ کرېکټ بورډ غوښتي چې په چمپېنز ټرافۍ کې له افغانستان سره خپله پلان شوې لوبه لغوه کړي.

د کرېکټ نړیوالې شورا د موخې او شرط ټکر

تر ډېره داسې ښکاري چې ای سي سي یا د کرېکټ نړیوالې شورا پر افغان کرېکټ د بندیزونو او پرېکون موضوع په قصدي توګه له پامه غوځولې ده او د بحثونو په اجنډا کې یې نه وي.

د کرېکت بشپړ غړیتوب درلودو یا ټسټ لوبډلې په توګه د یوه هېواد پېژندو لپاره د کر ېکټ نړیوالې شورا یو شرط دا دی چې باید د ښځو لوبډله ولري، خو افغانستان اوس دا لوبډله نه لري.

داسې ښکاري چې ای سي سي ته دا موضوع ډېره حساسه ښکاري او هڅه کوي چې کم ارزښته یې وښيي، خو افغانستان کې د ښځو حقونو په تړاو د اسټرالیا غوڅ دریځ او اوس د انګلنډ کرېکټ بورډ او د بریتانیا پارلمان تازه څرګندونې ښايي چې د کرېکټ نړیوالې شورا په منځ کې هم بحثونه راپورته کړي.

د کرېکټ نړیوالې شورا لپاره چې تر ټولو اساسي دنده یې د کر- ېکټ لوبې لا غوړول او لا ډېرو هېوادونو ته رسول دي، په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې یوه لویه لاسته راوړنه د افغانستان کرېکټ بولي.

د ای سي سي دننه پر ډېرو مهمو موضوعاتو د غړو هېوادونو تر منځ بحثونه کېږي او ډېر وخت د افغانستان په تړاو نظرونه پکې په دوو برخو وېشل شوي دي. یوه ډله یې چې اسيايي هېوادونه دي چې تر ډېره د افغانستان په ګټه دریځ نیسي، خو په اوسنیو حساسو مسایلو کې بیا د اسټرالیا او انګلنډ په ګډون ځینې نور بورډونه له وړاندې ښکاره دریځ لري.

تازه د کرېکټ نړیوالې شورا مشر هم هندی ‘جې شا’ ټاکل شوی چې د ډېرو په ګومان په دغه نړیواله اداره کې د افغانستان دریځ “لا غښتلی” کوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ لا د دغو تازه بحثونو په تړاو څه نه دي ویلي، خومخکې یې په وار وار ټینګار کړی چې سیاست او لوبې جلا دي او له هېوادونه یې غوښتي چې د فشارونو پر ځای دې پر داسې مسایلو له دوی سره بحث او قناعت وکړي.

د یادونې ده، هغه وخت چې اسټرالیا له افغانستان سره د کر ېکټ له دوه اړخیزو لوبو پرېکون اعلان کړی و،‌ نو افغان کرېکټ بورډ یې پرېکړه “سیاسي، غیرعادلانه، او اندېښمنوونکې” بللې وه.

د افغانستان له کر ېکټ بورډه په دې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي وو چې دوی دا “غیرمنطقي” او “له وخت وړاندې” پرېکړه د افغانستان له ستر او د کر ېکټ مینوال ملت سره لویه “جفا بولي.”

د سویلي افریقا کر ېکټ لوبډله په ۱۹۷۰ کال دغه هېواد کې د نژادي تبعیض له کبله له بندیز سره مخامخ شوه او د نږدې ۲۲ کلونو لپاره یې نړیوال کرېکټ نه شو کولای.

کرېکټ
د عکس تشریح، تازه د کرېکټ نړیوالې شورا مشر هم هندی جې شا ټاکل شوی چې د ډېرو په ګمان په دغه نړیواله اداره کې د افغانستان دریځ “لا غښتلی” کوي.

پر افغان کرېکټ د فشارونو اغېز پر لوبغاړو

د افغانستان کر ېکټ لوبډله یوازینۍ هغه نښه ده چې په ښکاره د ا.ا. د حاکمیت اغېز نه ورباندې لیدل کېږي. د لوبډلې لوګو، په نړیوالو لوبغالو کې د افغانستان درې رنګه بېرغ او ملي سرود لا هم د همدې لوبډلې پېژندګلوي ده.

د راشد خان او محمد نبي په ګډون د کرېکټ ګڼو نورو لوبغاړو په وار وار افغانستان کې د ښځو د زدکړو او کار په تړاو غږ پورته کړی او د ا.ا. له حکومته یې غوښتي چې په دې برخه کې پر خپلو پرېکړو له سره غور وکړي.

ځینو لوبغاړو وروسته له هغه د اسټرالیا سوداګریزې سیالۍ یا “بیګ باش” پرېښودې چې دغه هېواد له افغانستان سره سیالۍ لغوه کړې.

د کرېکټ بورډ پخوانی مشر نسیم دانش وايي، پر افغان کر ېکټ د نړیوالو لانجمنو بحثونو له امله به پر لوبغاړو هم ډېر فشار وي.

که څه هم د لوبغاړو تر منځ پر افغان کرېکټ د فشارونو په تړاو ډېرې خبرې نه کېږي، خو په کور دننه پر هغو زرګونو لوبغاړو د ناهیلۍ اغېز کوي چې غواړي د افغانستان تر ملي لوبډلې ورسېږي او د لوړې کچې کرېکټ وکړي.

ګڼ شمېر افغان لوبغاړي چې په تجارتي لوبو کې لوبېږي، ښه عواید لري، خو هغه لوبغاړي چې یوازې ملي لوبډله کې لوبېږي او یا کورنی کرېکټ کوي، پر افغان کرېکټ د فشارونو او یا ممکنه بندیزونو په صورت کې ژر اغېزمنېدلی شي.

ښاغلی دانش وايي چې که افغان لوبډله له نړیوالو لوبو بنده شي، په افغانستان کې دننه به ګڼ شمېر لوبغاړي کرې کټ پرېږدي او ځوان لوبغاړي به زړه ښه نه کړي چې بیا کرېکټ ته لاړ شي او کورنۍ به هم خپل ماشومان کرېکټ ته ونه لېږي.

کرېکټ
د عکس تشریح، نسیم دانش وايي د افغان کرېکټ په تړوا د لانجمنو نړیوالو بحثونو له کبله به پر لوبغاړو هم فشار ډېر وي.

د ښځو د حقونو د فعالانو تر منځ د نظر اختلاف

د کرېکټ د بندیزونو او د ملاتړ برخه کې د ښځو حقونو د فعالانو نظرونه په دوو ډولو وېشل شوي دي. یوه ډله یې له نړیوالو بنسټونو غواړي چې پر افغان کر ېکټ ځکه بندیز ولګوي چې په خبره یې لوبغاړي په نړیوال سټېج د ا.ا. د محدودیتونو پر وړاندې “کافي غږ” نه پورته کوي.

خو بله ډله پر افغان کر ېکټ د بندیزونو د غوښتنو ځواب کې بیا وايي چې هر ډول بندیزونه د ګټې پر ځای لا ډېر تاوان لري.

د دوی له ډلې ګڼ په ټولنیزو رسنیو کې د افغان کر ېکټ پر ملاتړ نظرونه څرګندوي او استدلال کوي چې افغان لوبغاړو په وار وار د ښځو د حقونو لپاره غږ پورته کړی دی.

ځینې خو لا وايي چې که پر افغان کرېکټ بندیز ولګېږي نو د دوی په وینا “ډېره ګټه یې ا.ا. ته رسېږي.”

ا.ا. په ښکاره د افغانستان د کر ېکټ بورډ په چارو کې مداخله نه ده کړې، خو داسې ښکاري چې مشر یې ورسره ډېره لېوالتیا نه لري. بلخوا د ا.ا. د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ورور انس حقاني بیا تر ډېره د کرېکټ اړوند مسایلو کې ښکېل ښکاري.

هغه په وار وار د کر ېکټ لوبډلې او لوبغاړي ستایلي او کله نا کله د لوبغاړو په منځ کې هم لیدل کېږي.

که څه هم ا.ا. تر اوسه په ځانګړې توګه د ښځو د کرېکټ په اړه څه نه دي ویلي، خو په ټوله کې یې د ښځو پر وړاندې نظر یو دی چې پر لوبو یې بندیزونه دي او په ګڼو نورو برخو کې یې هم محدودیتونو سره مخ کړې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "انګلنډ کې د پرېکون غوښتنې: ایا د افغانستان کرېکټ بندیز ته نږدې شوی؟"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*