افغانستان کې اوبو بند د ۳ لویو پروژو بشپړول

Photo: Daniel Morris

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، دغه وزارت د هېواد د اوبو بند د ښه مدیریت او د انرژۍ د تولید په موخه سږکال د کمال خان، شاه و عروس، عمري، کجکي، بخش اباد، آغا جان، پلتونی او پاشدان د اوبو بندونو د پاتې چارو کارونه پیل کړي او له دې منځه بیا د کمال خان، شاه و عروس او عمري بندونو چارې بشپړې شوې دي.

د دغه وزارت ویاند طلوع نیوز ته وايي، د هرات د پاشدان د اوبو بند چارې بیا ۹۵ سلنه پرمخ تللي او د پکتیکا د پلتوني بند  ۲۰ سلنه چارې بشپړې شوې دي.

د شاه و عروس بند:
لګښت: ۲۵۰ میلیونه ډالره،        ظرفیت: ۲۷۰۰ هکتاره ځمکه،        د برېښنا تولید: ۱ اعشاریه ۲ مېګاواټه
د پاشدان بند:
لګښت: ۱۱۷ میلیونه ډالره،        ظرفیت: ۱۳ زره جریبه ځمکه،        د برېښنا تولید: ۲ مېګاواټه
عمري بند:
لګښت: ۱۲۷ میلیونه افغانۍ،    ظرفیت: ۵۶۰ هکتاره ځمکه،        د برېښنا تولید: ۶ کیلو واټه
پلتوني بند:
                ظرفیت: ۲۵۰۰ هکتاره ځمکه،        د برېښنا تولید: ۱ مېګاواټ

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند، مطیع الله عابد په دې اړه وايي: «هغه لویې پروژې چې سږ کال د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري پلي شوي، له ډلې یې د شاه عروس بند، عمري بند او کمال‌خان بند بشپړ شوي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.»

د چارو ځینې شنونکي په هېواد کې د اوبو د مدیریت لپاره د بندونو د جوړېدو اهمیت ته په نغوتې سره پر معیاري بڼه د یادو بندونه پر جوړېدنې او همداراز په دې برخه کې پر لا زیاتو پانګونو ټینګار لري

د اقتصادي چارو یو بل شنونکی، عبدالنصیر رښتیا هم وايي: «حکومت باید د بهرنیو پانګه‌والو لپاره د انرژۍ په برخه کې مناسب زمینه برابره کړي، ځکه چې انرژي د تولید او د هېواد د اقتصاد د ودې له بنسټیزو عناصرو ده.»

د رييس الوزراء اقتصادي مرستیال تر دې مخکې په کابل کې د اوبو په نړۍوال کنفرانس کې په نړۍ کې د اوبو کچې کمښت ته په نغوتې سره وویل، ټول هېوادوال باید د هرې شونې لارې هڅې وکړي؛ څو ورسره د افغانستان اوبه په ښه توګه مدیریت شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "افغانستان کې اوبو بند د ۳ لویو پروژو بشپړول"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*