
اوتونبایوا د راستنېدونکو د ملاتړ لپاره د نړۍوال بېړني اقدام غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د افغان کډوالو د ورځ تر بلې زیاتېدونکي شمېر راستنیدو پر مهال د نړیوال بیړني اقدام غوښتنه وکړه.
یوناما په خپله اعلامیه کې چې نن خپره شوې، لیکلي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، روزا اوتونبایوا د اسلام کلا پولې ته د سفر پرمهال د مرستو رسولو لپاره د نړۍوال بېړني ملاتړ غوښتنه وکړه.
د اعلامیې لمخې، اوتونبایوا له راستنیدونکو کورنیو، مرستندویه شریکانو او سیمه يیزو چارواکو سره له لیدنې وروسته وویل : ” د هغو کورنیو لپاره چې لسیزې وړاندې له جګړو تښتیدلې وې، هېواد ته د راتلو پر مهال د هغو په څېرو کې د مثبتو احساساتو پر ځای د ستړیا، کړاونو او ناڅرګند برخلیک نښې لیدل کیږي. “
هغې زیاته کړه: ” د راستنیدونکو دغه لوی شمېر، چې ډیری یې ناڅاپي او ګڼ شمېر نور په زور ایستل شوي، باید په اړه یې په ټوله نړۍ کې د خطر د زنګونو غږونه پورته شي. دا زموږ د ټولو د انسانیت ازموینه ده . افغانستان چې له وړاندې د وچکالۍ او اوږدمهاله بشري ناورین سره مخ دی، دا کړاو په یوازې ځان نشي زغملی. “
اعلامیه کاږي چې تر دې دمه د ۲۰۲۵کال په اوږدو کې له ۱.۳ میلیونو زیات افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي، ښځې او ماشومان له سختو خطرونو سره مخ دي چې دغه ګواښ نه یوازې سختې اقتصادي ستونزې دي بلکې لومړنیو خدمتونو او ټولنیز خوندیتوب ته لاسرسی په جدي توګه محدود دی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې له مرستندویانو، د پراختیایي چارو همکارانو او سیمې وغوښتل : ” مخ مه اړوئ، راستنیدونکي کډوال باید په خپل حال پرېنښودل شي. هغه څه چې موږ یې شاهدان یو د نړۍوالو مسوولیتونو د نه پوره کېدو مستقیمې پایلې دي.”
د اعلامیې په پای کې راغلي، په افغانستان کې ملګري ملتونه د داسې یوې ټولیزې تګلارې غوښتنه کوي چې بشري اړتیاوې پوره او په ورته وخت کې د راستنیدو په برخه کې مرستې لا زیاتې کړي.
لومړی نظر وکړئ on "اوتونبایوا د راستنېدونکو د ملاتړ لپاره د نړۍوال بېړني اقدام غوښتنه وکړه"