
د کابل د نننۍ اورلګېدنې له امله اوښتي زیانونه
د کابل ښار۵مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې نن (پنجشنبه) د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه د نجارۍ او لرګيو پلورلو ۲۰ دوکانونه ویجاړ شوي دي.
دغه اورلګېدنه د غرمې ۱۲ بجو شاوخوا د ۵مې امنیتي حوزې د نجارۍ په سرای کې رامنځته شوې وه.
د دغې اورلګېدنې له امله خلکو ته ګڼ مالي زیانونه واوښتل او د ډېرو هېوادالو د ورځینو لګښتونو د پوره کولو وسیلې وسوځېدې.
صفي الله چې دغه سرای کې یې د ترکاڼۍ او لرګیو هټۍ لرله، ورته د اوښتو زیانونو په اړه داسې و ویل: «شاوخوا شپږ یا اووه کاله کیږي چې دلته د ترکاڼۍ کار کوم. ۲۵۰ تر ۳۰۰ زره افغانیو پورې پانګه مې لرله خو د ګاز یوې ډبې چاودنې له امله اورلګیدنه رامنځته شوه.»
بل زیانمن عبدالکریم و ویل: «کله چې اور پیل شو، موږ هم د بوجیو او د ګاز ډبو د ایستلو په برخه کې مرسته وکړه. اور لږ لږ زیاتېده.»
د کورنیو چارو وزارت د اور وژنې برخې رییس وایي، د اور وژنې ډلو وکولای شو چې پر وخت ځای ته ورسیږي او په نږدې یوه ساعت کې اور کابو کړي.
د کورنیو چارو وزارت پېښو ته د رسېدو او اور وژنې عمومي رییس، نور الله انصار و ویل: «اور وژنکې ډله شاوخوا لس یا یولس دقیقې وروسته دلته راورسېده. په اصل کې دا ځای غیر معیاري و او خلکو ته سپارښتنه شوې وه چې له دې ځایه کډه وکړي.»
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، د دغې اورلګېدنې له امله خلکو ته د ۸۴ سوه زره افغانیو په ارزښت مالي زیانونه اوښتي دي.
لومړی نظر وکړئ on "د کابل د نننۍ اورلګېدنې له امله اوښتي زیانونه"