وسله والو کسانو له کوټې پېښور ته پر تلونکي اورګاډي چې ۴۰۰ مساپر یې لېږدول برید کړی

Photo by Kashif Usman

د بلوچستان د اورګاډو یوه افسر بي بي سي ته ویلي، ۶۰ تنه یرغمل شوې سپرلۍ ازادې شوي. دغه افسر ویلي ازاد شوي کسان د بلوچستان اوسېدونکي دي، په اورګاډي کې ۴۰۰ کسان سپاره وو.

د بلوچستان په سبي سیمه کې وسله والو له کوټې، پېښور ته پر تلونکي جعفر اېکسپرېس اورګاډي برید وکړ. د بلوچستان د ایالاتي حکومت ویاند شاهد رند ویلي دي، له کوئټې پېښور ته پر تلونکي جعفر اېکسپرېس د ګوډالر او پیرو کنري ترمنځ سیمه کې د درنو ډزو رپوټونه ورکول شوي دي.

پېښه پر ځايي وخت له غرمې وروسته په ۱:۳۰ شوې.

د حکومت ویاند رسنیو ته په یوه استول شوي بیان کې ویلي، په سبي روغتون کې بیړنی حالت اعلان شوی او امبولانسونه د پېښې ځای ته استول شوي دي.

په اورګاډي کې سپاره مساپر

د اورګاډي ویاند وايي، جعفر اېکسپرېس اورګاډي تر څلورو سوو ډېر مساپر په نهو کوچونو یا ډبو کې لېږدول. چې لویه برخه یې دولتي کارکوونکي دي.

هغه زیاته کړې د اورګاډي چلوونکی ټپي دی.”چلونکی هغه مهال ټپي شو چې د اور ګاډي د یرغمل کولو هڅه وشوه او چلوونکي هڅه وکړه اورګاډي ته حرکت ورکړي.”

د کچهۍ ولسوالۍ د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي بي بي سي ته د ټیلیفون له لارې ویلي، برید د سبي ولسوالۍ په اتم نمبر تونل کې شوی چې له امله یې اورګاډی په هغه سیمه کې ودرول شول.

د حکومت ویاند شاهد رند زیاتوي، امنیتي ځواکونه یادې سیمې ته د تګ په حال کې دي. هغه وايي، د لومړنيو رپوټونو له مخې ښايي دا ترهګریزه پېښه وي او په اړه يې پلټنې روانې دي.

په سیمه کې هېڅ مخابراتي شبکه نشته او لاسرسی هم ورته ستونزمن دی.

په کوټه کې د اورګاډي د امنیت افسر ضیا کاکړ وايي، دا چې په سیمه کې د مخابراتي شبکو ستونزه ده، نو له امله یې د اورګاډي له عملې سره هېڅ اړیکه نه لري.

حکومتي ویاند وايي، دغه سیمه غرنۍ او لارې ورته سختې دي او له امله یې د پېښې ځاى ته په رسېدو کې ستونزې شته.

د رپوټونو مخې ، دکوټې له اورګاډي سټيشن څخه د بولان درې پر لور چورلکو الوتنې روانې لیدل شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "وسله والو کسانو له کوټې پېښور ته پر تلونکي اورګاډي چې ۴۰۰ مساپر یې لېږدول برید کړی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*