د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یوه راپور کې ویلي، ۲۰۲۵ زېږیز کال کې به افغانستان کې ۲۲ اعشاریه ۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.
د راپور لمخې، روان زیږیز کال کې په افغانستان کې ۱۲ اعشاریه ۴ میلیونه کسان د خوړو نه خوندیتوب له لوړې کچې سره مخ وو؛ خو په راتلونکي کال کې به دغه شمېر ۱۴ اعشاریه ۸ میلیونه کسانو ته لوړ شي.
اوچا ویلي، د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې راتلونکي کال کې له ۱۶.۸ میلیونه کسانو سره د مرستې لپاره ۲.۴۲ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.
د اوچا په راپور کې راغلي: « په ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري. په دې کې ۲۱ میلیونه هغه کسان هم شامل دي چې له کافي اوبو او روغتیايي خدماتو برخمن نه دي، ۱۴.۸ میلیونه کسان به د خوړو نه خوندیتوب له لوړې کچې سره مخ وي، ۱۴.۳ میلیونه کسان به روغتیايي خدمتونو ته ډېر محدود لاسرسی ولري او ۷.۸ میلیونه ښځې او ماشومان به د تغذیې مرستو ته اړتیا ولري.»
د اقتصادي چارو شنونکي، قطب الدین یعقوبي و ویل: « د دغه راز وضعیت د مهار لپاره باید دولتونه امنیتي، سیاسي وضعیت مدیریت کړي، زېربناوې، مرستندویه چارې او کوچني کاروبارونه تنظیم کړي.»
د راپور په بله برخه کې ویل شوي چې، افغانستان کې بیکاري او کورني پورونه لا هم پراخ دي او نږدې نیمايي ټولنه یې اغیزمنه کړې ده.
ځینې هېوادوال چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي له کورنیو او بهرنیو بنسټونو د مرستو غوښتنه کوي.
د کابل اوسېدونکي، محمد نبي طلوع نیوز ته و ویل: « له بې وزلو سره باید مرستې وشي. ډېر خلک په بد وضعیت کې دي او توان نه لري.»
د کابل بل اوسېدونکي، نقیب الله و ویل: « درې زره افغانۍ د کور کرایه ورکوم خو زه یې د مرستو په لست کې نه یم نیولی. زه لومړۍ ناحیه کې ژوند کوم او تاسو کولای شئ چې ویې ګورئ.»
په ورته مهال اقتصاد وزارت وایي، نړۍواله ټولنه باید له افغانانو ملاتړ وکړي.
د دغه وزارت ویاند د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره د بانکي او مالي بندیزونو لمنځه وړل ګټور ګڼي.
د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمان حبیب و ویل: « پراختیایي پروژې چې، کاري زمینې رامنځته کوي او د کورنیو د اقتصادي همکاریو لامل کیږي، د نړۍوالې ټولنې همکارۍ ته اړتیا لري. د اقتصادي بندیزونو لیرې کول او دغه برخه کې د نړۍوالې ټولنې ملاتړ کولای شي د افغانستان له اقتصادي پراختیا سره مرسته وکړي.»
د اوچا راپور کاږي چې، افغانان هم پر اوسنیو چارواکو د لګول شویو محدودیتونو له امله له ګواښ سره مخ دي او په ۲۰۲۵ کال کې د ټولو په ځانګړې توګه ښځو، نجونو او نورو زیانمنونکو ډلو لپاره د خوندیتوب ګواښونه زیاتوي.
لومړی نظر وکړئ on "اوچا: راتلونکی کال به افغانستان کې د اړمنو شمېر لوړ شي"