ایدیالوژی

35
25

ایدیالوژی

کله چې د غلو او اجیرانو یوې ډلې (داعش) له عراق څخه د نړۍ نورو برخو ته د ترهګرۍ او وحشت او د مسلمانانو د شتمنیو د لوټ کولو کمپاین خپور کړ، دې ډلې د خپلو ناوړه اعمالو د ترسره کولو لپاره یوی ایډیالوژۍ ته اړتیا و مندله.

په ۲۰۱۶ کال کې، دې ډلې خپله ۴۰ ماده ایزه ایدیولوژی په یوه واړه کتاب کی خپره کړه چې د “داعش ایډیالوژي او منهج” نوم یی ورکړی. پخوا تر دي، دا ډله یوازې د غلو او اجیرانو د ډلې په توګه پیژندل شوې وه. ځینې ​​​​وختونه بعضی څیړنو داسی هم ښودله چی ګواکی داعش د عرب توکم پالی بعث ګوند یوه رادیکال شعبه ده.

داعش معمولاً خپلې بیان شوې ایډیالوژۍ ته غاړه نه ږدي، خو اوس په ورایه ښکاري چی ددی ډلی اعمال ددی ډلی د ایډیالوژۍ له بنسټیزو ټکو سره په ټکر کې وي. د داعشی د ایدیولوژی د ۴۰ ماده ایزه کتاب په پام کی نیولو سره، باید وویل سی چی، د کتاب په لومړیو پنځلسو ټکو کې د داعش ځان د یوه اسلامي جنګیالي سازمان په توګه انځوروي. خو داعشیان د غلو یوه نظامي ډله ده او له اسلام او اسلامي عقایدو سره هیڅ تړاو نه لري. له پیل راهیسې، دې ډلې د هیڅ کوم اسلامي هیواد ملاتړ نه دی ترلاسه کړی، او حتی نورو سخت دریځو ډلو چې د اسلامي مبارزی ادعا کوي هم له دې ډلې سره همکاري نه ده کړې. یوه بیلګه یې القاعده ده، چې دداعش بنسټ ګر ابو مصعب الزرقاوي یی یو وخت غړیتوب هم درلود.

د لومړنیو پنځلسو ټکو څخه هاخوا، کتابچه سخت بیانونه لري چې د ډلې ایډیالوژی بیانوي. خو حتی دا ټکي چې د داعش په عقیده کې ذکر شوي دي هم د داعش د ترهګریزو بریدونو له کمپاین سره په مستقیم ډول په تضاد کې دي. د بېلګې په توګه د کتاب په پنځلسمه ماده کې راغلي چې داعش هېڅ هغه ډله چې د توحید عقیده لري او د مسلمانانو د قبلې (مکې) په لور لمونځ کوي، نه تکفیروی. خو په حقیقت کې د ابو محمد المدني په څېر د خلکو پر وړاندې د تکفیر وروستي پراخ کمپاین چې پخوا یې د داعش ملاتړ کاوه او پر داعش له نیوکې وروسته د داعش له خوا تکفیراو و شړل سو ددی تضاد یوه بیلګه نده؟ لاندي لست کی د داعش د ایډیالوژۍ او کړنو تر منځ ځینې نور لوی تضادونه دي:

د هر مسلمان په امامت لمونځ کول ( ۲۳ ماده):
• ذکر شوی ایدیولوژی: داعش ادعا کوي چې د هر مسلمان امام تر شا لمونځ کول روا دي که چیری هغه شخص په عامه ځان مسلمان وګڼي.
• د عمل حقیقت: داعش مشهور عالمان (دیني عالمان) په نښه کړي او د مسلمانانو جوماتونه یې ویجاړ کړي دي. دا یو بل لوی تضاد دی.


د مسلمانانو کرامت او شتمني تر پښو لاندې کول ( ۲۵ ماده)
• ذکر شوی ایدیولوژی: داعش ادعا کوي چې د هر مسلمان عزت او ملکیت ته زیان رسول حرام (حرام) یا ناروا ګڼل کیږي.
• د عمل حقیقت: خو په حقیقت کې داعش په مختلفو پلمو د اسلامي هیوادونو او نړۍ مسلمانان په نښه کړي دي.


له دیني عالمانو سره ناوړه چلند (۳۲ ماده)
• بیان شوې ایډیالوژي: داعش ادعا کوي چې هیڅ دیني عالم یا مسلمان مجرم یا ګناهکار نه ګڼي.
• د عمل حقیقت: له دې سره سره، داعش غیر داعش مذهبي مشران د “علما سو” (بد عالمانو) په نوم یادوي، چې د دوی له اعلان شوي دریځ سره په ټکر کې دي.

په لنډه توګه، د داعش بیان شوې ایډیالوژۍ یوازې د دې ډلې د ناوړه کړنو لپاره د پردي په توګه کار کوي. دغه درواغجنه نظریه کمزورې ده او په بنسټیزه توګه د داعش له غیر اسلامي ماهیت سره په ټکر کې ده. د دې ډلې تروریستي مبارزه، د اعلان شویو اصولو سره سره، په عمده توګه پر اسلامي نړۍ تمرکز لري. د داعش د ایډیالوژۍ او عقیدې تر منځ دغه تضادونه د داعش د شر او فساد ښکارندويي کوي.

شریک یي کړئ

10 Comments on "ایدیالوژی"

  1. نه داعش است نه هیچی میخواهند به دل همه ترس را ایجاد کنند چونکه ترس کلان ترین دشمن هر انسان است جز از خضب خداوند از هیچ چیزی نباید داشت و دیگر ها کافر ها سوی استفاده میکنند پس خداوند است بس

  2. واقعا دایوه ډیره ښه موقع دخدمت لپاره ده

  3. اسم احمدضیا(ساجد) فارغ صنف12هستم میخواهم که درموسسه یی شما وظیفه بدست بیاورم
    ممنون

  4. خپل کار په اخلاص باندی سرته رسول

  5. واقعا همداسی دی داعیش وحشتگر دی موږ د هغو پر ضد عملیات کوو إن شاء الله

  6. میخواهم درس در کانادا بخوانم

  7. زه غواړم چى ذده کړه وکړم

  8. نظر حولرم اود سراطمينا به څوک وکړي

  9. اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎ زه جنخیل کاروان دی افغانستان نه خفل نظر پریږدم هیله ده چی زموږ همکاری وکړی دلته مشکلات دی اقتصاد مو خرف ده نوموږ غوړو چی افغانستان نه کوم بل هیواد ته لاړشو نودی تاسی مهرابانی بو وی

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*