د ایران د اوبو د صنعت وزارت د هرات په ولایت کې د پاشدان د بند جوړېدو او د دغه بند د اوبو اخیستلو بهیر ته په غبرګون کې ویلي چې په یو اړخیز ډول د هلمند د سیند له اوبو څخه ګټه اخیستل به ایران د څښاک د اوبو او په پراخه کچه د چاپیریال ساتنې په برخو کې له ستونزو سره مخامخ کړي.
د ایران د تسنیم خبري اژانس ددغه هیواد د اوبو د صنعت د وزارت د ویاند عیسی بزرګ زاده له قوله ویلي چې هغه د ا.ا. له خوا ددغه بند په جوړیدو نارضیاتي څرګنده کړې او ویلي دي چې د پاشدان د بند جوړیدل به د ایران د مشهد په ښار کې څو میلیون خلک د اوبو د ستونزې سره مخ کړي.
په دې وروستیو کې د ا.ا. د حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت د پاشدان د اوبو پر بند د کار د دوام خبر ورکړی و او ویلي وو چې ددغه بند د جوړیدو چارې تر ۸۰ فیصدو پورې بشپړې شوي دي.
دغه وزارت د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۲۳ (لیندۍ درېیم) د پاشدان بند د ا.ا. د حکومت یوه ستر پروژه یاده کړه او ویې ویل چې پر دغې پروژې کار په شدت دوام لري.
عیسی بزرګ زاده وویل: “مونږ په دې باور یو ټول هغه وګړي چې د اوبو په دې حوزه کې اوسیږي یو ډول برخلیک لري او د دې حوزې په یوه برخه وګړو باندې هرډول سختې او فشار به د حوزې ټول اوسیدونکو باندې اغیز ولري.”
ددغه ایراني چارواکي د وینا پر اساس ایران به په دې برخه کې خپل رسمي اعتراض د دپلوماتیکو چینلونو له لارې ا.ا. سره شریک کړي.
هغه ویلي: “د ایران اسلامي جمهوریت د هلمند سیند په حوزه کې د افغانستان له خوا په یو اړخیز ډول د بند د جوړولو د سرحد بلې خوا ته د منفي اغیزو په اړه خپل رسمي اعتراض د دپلوماتیکي چینلونو له لارې اعلان کړی او د دغو اغیزو د کمیدو او ارزونې لپاره یې د ګډې همکارۍ غوښتنه کړې او د مخرب انکشاف پر ځای یې تلپاتې انکشاف انتخاب غوښتنه کړې ده.”
د ایران د اوبو د صنعت وزارت ویاند ویلي چې تمه لري چې د نړیوال عرف او د ښه ګاونډیتوب د اصل له مخې به ا.ا. اقدام وکړي او په دې برخه کې به تدابیر تر لاس لاندې ونیسي چې د هلمند د سیند په اوږدو کې د بندونو د جوړولو څخه دغه هیواد ته زیان ونه رسیږي.
عیسی بزرګ زاده ویلي: ” په دې برخه کې د انرژۍ وزارت د بهرنیو چارو وزارت ترڅنګ په سمدستي ډول د خبرو غوښتنه کوي او د پاشدان او سلما د بندونو د سرحد بلې خوا ته د اغیزو د کمیدو په اړه د افغانستان له اړخ سره د ګډې او د منلو وړ حل لارې د موندلو خپل چتووالی اعلانوي.”
د ا.ا. حکومت د ایران د حکومت ددغې غوښتنې په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
د ا.ا. د حکومت د انرژۍ او اوبو د وزارت د معلوماتو پر اساس ددغه بند د کار پر بشپړیدو سره به په بند کې ۵۴ مترمکعبه اوبه ذخیره شي او د زرګونو هکتاره ځمکې د خوړوبه کولو سربیره به دوه میګاواټه بریښنا هم تولید شي.
د هرات ولایت د کرخ په ولسوالۍ کې ددغه بند د جوړولو کار د ۱۳۹۰ لمریز کال کې د پخواني رژیم پر مهال د ۱۱۷ میلیونو ډالرو په مصرف چې د حکومت د انکشافي بودیجې څخه تمویل کیده پیل شوي و.
ټاکل شوې وه چې ددې بند د جوړولو کار په دریو کلنو کې بشپړ شوی وای، خو د امنیتي دلایلو په ګډون د یو شمیر دلایلو له مخې يې کار ځنډول شوی و.
دا بند د هرات په ولایت کې د سلما د بند وروسته دویم لوی بند دی، چې د چارواکو د وینا پراساس په بشبړیدو سره به یې شاوخوا ۱۳ زره هکتاره ځمکه د اوبو لاندې شي او هم به دوه میګاواټه بریښنا تولید کړي.
دا لومړی ځل دی چې ایراني چارواکي د پاشدان او سلما د اوبو د بندونو په اړه تبصرې کوي او په ایران کې ددغو بندونو د اغیزو په اړه اندیښنې څرګندوي. ددې دمخه ایراني چارواکو د هلمند د سیند په اوبو کې د خپلې هیواد د ونډې د ترلاسه کولو غوښتنې کړې وې.
ایراني چارواکو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د ا.ا. د بیا رسیدلو وروسته په تیرو څه باندې دریو کلنو کې د ا.ا. د حکومتي چارواکو سره څو ځلې په تهران او کابل کې د هلمند د سیند په اوبو کې د خپلې ونډې ترلاسه کولو لپاره خبرې کړي دي.
افغانستان او ایران په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د هلمند د اوبو د ویش معاهده لاسلیک کړې چې له مخې یې افغانستان باید هرکال ایران ته د هلمند د سیند له اوبو څخه ۸۲۰ میلیون متر مکعبه اوبه ورکړي، خو په معاهده کې ټینګار شوی چې دا معاهده په هلمند سیند کې د اوبو وضعیت ته په پاملرنې د عملي کېدو وړه ده.
لومړی نظر وکړئ on "ایران د ا.ا. له خوا د هرات پاشدان بند په ‘جوړولو او اوبو اخیستلو’ اعتراض کړی"