ایران کې د سني مذهبي مشرانو د سرکوب او ځورونې تازه څپه

مولوي مرادزی او مولوي عبدالحمید
مولوي مرادزی او مولوي عبدالحمید

د ایران د بشري حقونو مرکز د یوه رپوټ په حواله، د دغه هېواد په سیستان بلوچستان او کرد مېشتو ولایتونو کې د سني مذهبه مشرانو د ځورونې او سرکوبولو پېښې د «ښځه، ژوند، ازادي» تر شعار لاندې د ښځو له اعتراضونو وروسته ډېرې شوي.

د بشري حقونو مرکز په رپوټ کې راغلي دي چې د ایران په سیستان بلوچستان او کرد مېشتو سیمو کې د سني مذهبه مشرانو د ځورولو پېښې په دغه هېواد کې د «ښځه، ژوند، ازادي» تر شعار لاندې د مېرمنو د غورځنګ له اعتراضونو وروسته د پام وړ زیاتې شوي دي.

دغه راپور زیاتوي چې د «ښځې، ژوند، ازادي» له غورځنګ وروسته د سني مذهبه مشرانو د زورزیاتي پېښې زیاتې شوي او دا په وروستیو لسیزو کې په دغه هېواد کې تر ټولو سخت اعتراضونه ول چې ایران ورسره مخ شوی او حکومت په دې موده کې د هر ډول مخالفت د ځپلو اقدام کړی دی.

د دغه رپوټ پر بنسټ؛ د سني مذهبه مشرانو د ځورولو او زورزیاتي د پلان شویو پېښو د زیاتوالي لامل د دغو مشرانو له خوا د حکومت د سرکوبولو پاليسۍ او وحشیانه لارو چارو مخالفت ښودل شوی دی.

د دغه رپوټ پر بنسټ، د ایران په سیستان او بلوچستان او نورو کرد مېشتو سیمو کې د سني مذهبه مشرانو د ځورونې، زورزیاتي او ترې د پوښتنو ګروېږنو پېښې د حکومت د تاوتریخوالي پر وړاندې د هغوی د سوله‌ ایزو نیوکو له امله مخ پر زیاتېدو دي.

ایران کې وژل شوې مهسا امیني
ایران کې وژل شوې مهسا امیني

په ایران کې د بشري حقونو د نړیوال کمپاین مشر هادي قایمي وايي: «ایراني چارواکي د سني ټولنو مذهبي مشران د حکومت له خوا د مظاهره چیانو د وژنو او نیولو پر ضد د خبرو له امله زنداني کوي.»

د قائمي په خبره، په ایران کې سني دیني عالمانو«هېڅ ناقانونه کار نه دی کړی، پرته له دې چې د خپلې ټولنې خلکو ته یې په ښکاره ډول د ایران د تاوتریخجنې ځورونې په اړه خبرې کړي او دا په اسلامي جمهوریت کې جرم دی.»

د ایران په اسلامي جمهوریت کې له مودو راهیسې مذهبي او قومي لږکۍ د ظلم او زورزیاتي له پېښو سره مخ دي؛ خو د ۲۰۲۲م کال په سپټمبر میاشت کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني له وژلو وروسته دغه هېواد کې د حکومت ضد لاریونونو او ولسي پاڅونونو له امله دغه سرکوبول زیات شوي دي.

په ایران کې د بشري حقونو مرکز زیاتوي، په دې موده کې ډېرو سني دیني عالمانو د هغه زورزیاتي په اړه خبرې کړي، چې د ایران حکومت واټونو ته په سوله‌ ایز ډول راوتلو لاریونوالو سره کړی دی.

په داسې حال کې چې د ایران امنیتي ځواکونو په ټول هېواد کې تر ۵۰۰ ډېر لاریونوال وژلي او شاوخوا ۲۰زره کسان یې له مختلفو قومونو او مذهبونو نیولي، بلوڅانو او کردانو د حکومت د سرکوب ډېر دروند بار وړی او ډېره مرګ ژوبله په بلوچستان او سیستان او کردمېشتو سیمه کې اوښتې ده.

د بلوڅ او کرد مذهبي مشرانو سرکوبول

دا رپوټ په بلوچستان کې یوه سني مذهبي مشر مولوي عبدالحمید ته په اشارې د ډېرو نورو سني مذهبه دیني عالمانو ځورولو، سرکوب او ترې پوښتنو ګروېږنو خبر ورکوي.

په دغه راپور کې د یو شمېر بلوڅو سني دیني عالمانو او فعالانو یادونه شوې، چې د پلان شوي زورزیاتي سره مخ شوي. لکه عبدالعلیم اسماعیلزوی، مولوي عبدالمجید مرادزی، مولوي ابراهیم حسنزی، مولوي امان الله سعدي، مولوي عبدالعزیز عمرزی، مولوي محمد طیب ملازی، حافظ کامران سلیمزی، مولوي سلیم بخشزی، مولانا محمد عثمان، مولوي عبدالله بزازی، غضنفر موسوي او مولوي فتح محمد نقشبندي.

په دغې رپوټ کې د کرد دیني عالمانو سرکوبولو او د هغوی پر وړاندې د پلان شوي زورزیاتي یادونه هم شوې ده او د سیف الله حسیني، جعفر پرویني، حسین عليمرادي، استاد صابر خدامرادي، امین قیصاري، مدح کرمي، استاد عبدالجبار لطفي، استاد زانا خوشحال، ابراهیم کریمي، استاد لقمان امیني، استاد محمد ارمان صادقي، استاد عمر ابراهیمي، استاد جمال الدین وجي او استاد شریف محمدپور نومونه پکې راغلي دي.

فرانکفورت کې د ایران کونسلګرۍ مخې ته د ایرانیانو لاریون
فرانکفورت کې د ایران کونسلګرۍ مخې ته د ایرانیانو لاریون

د دغه راپور له مخې، سني دیني عالمانو د حکومت له خوا توکمیز اقلیتونو لکه بلوڅ او کردانو ته د ډار له پاره د اعدام سزا پر ورکولو نیوکه کړې ده. دا رپوټ زیاتوي چې د سني مذهبه مشرانو هم د نشه‌يي توکو د جرمونو له پاره د اعدام پر سزا نیوکه کړې او دا یې د نړیوالو قوانینو خلاف کړنه بللې ده. همدا شان دوی په سیستان، بلوچستان او کردستان کې پر کلیو او بانډو د پوله ساتو ځواکونو د ډزو مخالفت هم کړی دی.

په ایران کې د بشري حقونو د نړیوال کمپاین د راپور تر مخه، دې مسلې دغه مذهبي مشران د حکومت د زورزیاتي هدف ګرځولي او د حکومت له خوا هر ډول سوله ایز مخالفت د یوه احتمالي وجودي ننګونې په توګه ارزول شوي چې باید سرکوب شي. دا راپور وړاندې لیکي، هغه مهال چې د ډېر احترام وړ کسانو له لوري په دې ټولنو کې د حکومتي سرکوب خلاف نیوکه کېږي، حکومتي سرکوب ډېر زیاتېږي.

په دغه راپور کې دا هم راغلي دي چې په ایران کې د شیعه‌ګانو حکومت نه یوازې  سني لږکۍ په نښه کوي، بلکې په دې سیستماتیک ظلم او جبر کې عیسویان، بهايي، زردښتیان، یهودیان، ګنابادي صوفيان او نور هم شامل دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ایران کې د سني مذهبي مشرانو د سرکوب او ځورونې تازه څپه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*