ا.ا. جاويد کوهستانی له بند څخه خوشې کړی دی

Loading

په افغانستان کې د سیمه ییزو رسنیو د راپور له مخې ا.ا. د استخباراتو ریاست پخوانی جنرال او د امنیتي چارو شنونکی جاوید کوهستانی د نږدې دریو اونیو لپاره په بند کې د ساتلو وروسته د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۱۵(تلې ۲۴) بیرته خوشې کړی دی.

د جاوید کوهستاني د کورنۍ غړو سیمه ییزو رسنیو سره په خبرو کې د هغه خوشې کیدل تائید کړي دي، خو د هغه د نیولو د علت په یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

د جاوید کوهستاني خپلوانو امریکا غږ ته ویلي و چې هغه د سپټمبر ۲۶ (تلې پنځم) د کابل ښار سراې شمالي سیمه کې د ا.ا. د استخباراتو د ریاست د کارکوونکو له خوا نیول شوی و.

د ا.ا. د استخباراتو د ریاست له خوا د جاوید کوهستانی د نیولو پر مهال د هغه کورنۍ ویلي وو چې هغه د زړه ناروغي لري او د ډاکټرانو تر څارنې لاندې دی.

تراوسه د ا.ا. د استخباراتو د ریاست له خوا د جاوید کوهستاني د نیولو د علت او بیرته خوشې کیدو په اړه څه نه دي ویلي. جاوید کوهستانی چې د افغانستان د پوځ پخوانی جنرال دی د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د ا.ا. د بیا رسیدلو وروسته په دغه هیواد کې پاتې شوی دی. هغه د تیر جمهوري نظام پر مهال د رسنیو سره د امنیتي چارو د شننونکي په توګه په تلویزیوني بحثونو کې برخه اخیستله.

د ا.ا. له خوا د ښاغلي کوهستاني نیولو ته په کور دننه او بهر پراخه غبرګونونه ښودل شوي وو. د بشري حقونو افغان فعالانوو د بخښنې نړیوال سازمان په جلا اعلامیو کې د ا.ا. له بند څخه د جاوید کوهستانی د سمدستي خوشې کیدو غوښتنې کړې وې.

د بخښنې نړیوال سازمان د اکتوبر درېیم (تلې ۱۲) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه اعلامیه کې د جاوید کوهستاني د خوشې کیدو د غوښتنې ترڅنګ د غزني په ولایت کې خوشال راډیو د مسوول حکمت ارین د خوشې کیدو غوښتنه هم کړې وه.

حکمت ارین چې د غزني لپاره د ا.ا. استخباراتو ریاست د کارکوونکو له خوا د سپټمبر په ۲۹ (تلې اتم) نیول شوی و په دغه ولایت کې د ا.ا. د یوې لومړنۍ محمکې له خوا د یوې میاشتې په بند محکوم شوی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه اعلامیه کې د ا.ا. د محکمې دا پریکړه غندلې ده. دغه مرکز په غزني کې د یوې سرچینې له قوله چې په اعلامیه کې یې نوم نه دی ښودل شوی ویلي چې حکمت ارین باندې تورلګیدلی چې په غږیزه وینا کې يې په تیرو جګړو کې د ا.ا. د ځانمرګو بریدونو په اړه خبرې کړي او د راډیو له لارې یې دا وینا خپره کړې ده، چې د ا.ا. د سیمه ییزو چارواکو له نظره په دې کار یې ا.ا. ته سپکاوی او بې احترامي کړې ده.

خو په غزني کې ځینو کسانو د افغانستان خبریالانو مرکز ته ویلي چې دا موضوع افغانستان کې واک ته د ا.ا. د بیا ستنیدلو دمخه جمهوري رژیم پرمهال شوې او پر ښاغلي ارین باندې لګیدلی تور سم نه دی.

ا.ا. په تیرو څه باندې دریو کلنو کې چې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی د ښځینه فعالانواو د ښځو د حقونو په ګډون په سلګونو د مدني ټولنې او د بشري حقونوفعالان نیولي او په زندان کې اچولي دي.

د رواداري په نوم د بشري حقونو یو بنسټ چې په افغانستان کې د بشري حقونو څارنه کوي په یو سپټمبر۲۱( وږي ۳۱) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې خپل یو راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ ورځې څخه د ۲۰۲۴ کال د جون د میاشتې تر ۳۰ ورځې پورې په دغه هیواد کې ا.ا. ۵۳۱ تنه مدني فعالان، بشري حقونو مدافعان او خبریالان په خپلسر نیولي او په زندانونو کې اچولي دي.

د روداري بنسټ شمیرنې ښيي چې په دغه موده کې په افغانستان کې ۸۶ معترضې ښځې هم نیول شوي چې ددې ډلې ۸ تنه یې وژل شوي دي. همداشان دغه بنسټ ویلي چې په دغه موده کې ۱۴۴ کسان د ا.ا. د مخالفانو سره د اړیکو په تړاو نیول شوي او په زندان کې اچول شوي دي.

دغه بنسټ ویلي پر افغانستان باندې د ا.ا. د بیا واکمنۍ په موده کې د بشري حقونو د سرغړونو نهه زره ۲۷۶ ډول ډول پیښې یې ثبت کړي دي.

ا.ا. حکومت په پرله پسې ډول د بشري حقونو د بنسټونو راپورونه رد کړي او بې اساسه بللي دي. ا.ا. د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د دا ډول راپورونو خپرول د دغې ډلې د حکومت پر وړاندې د پراخه پروپاکند یوه برخه ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ا.ا. جاويد کوهستانی له بند څخه خوشې کړی دی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*