ا.ا.: سالنګ لویه لار د ۱۵ ورځو لپاره لویو مسافر وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې

د ا.ا. د حکومت د ټولګټو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د سالنګ لویه لارد مسافرو د ځان او مال د ساتنې او زړه بوږنونکو پېښو څخه د مخنيوي په موخه د د سه شنبې د ورځې ډسمبر لسم( لیندۍ ۲۰) څخه د ډسمبر ۲۴( مرغومې څلورم) پورې د لویو مسافروړونکو وسایطو پرمخ تړل شوې ده.

ددغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د دوشنبې د ورځې ناوخته ډسمبر نهم( لیندۍ ۱۹) د ایکس په پاڼه په یوه اعلامیه کې ویلي چې په تېرو څو ورځو کې په سالنګونو کې د واورې اورښت او توفان د دوام او ددغه مسير فرعي لاره د واورې او کنګل له امله د زیاتې ترافیکي ګڼې ګوڼې وړتیا نه لري، نو د همدې له امله یې دا لار د مرغومې تر څلورمې پورې تړلې ده.

ددغې اعلامیې له مخې دا لار د بسونو، فلانکوچ، تونس، لوی نظامي وسایط او نورو هر ډول بار وړونکو وسایطو پرمخ د لار تړل شوې ده .

په دې اعلامیه کې ویل شوي: ” خو کوچني تیز رفتاره مسافر وړونکي وسایط کولای شي د يادې لویې لارې په فرعي مسير له دواړو لورو تګ راتګ وکړي.”

د سالنګ لویه لار د افغانستان مرکز کابل د نږدې لسو شمالي او شمال ختیځو او شمال لودیځو ولایتونوسره نښلوي. دا لار د افغانستان د څو مهمو لارو څخه ده چې هره ورځ پرې زرګونه مسافرو تګ راتګ کوي او ترڅنګ یې د افغانستان له لارې د منځنۍ او جنوبي اسیا د هیوادونو ترمنځ د ترانزیتي مالونو د انتقال لپاره هم ترې کار اخیستل کیږي.

د ټولګټو وزارت په اعلامیه کې د کوچنيو وسايطو له موټر چلوونکو څخه غوښتنه شوې، چې پر دغې لارې د تېرېدو پرمهال دې د وسایطو لپاره چین (ځنځیر)، ګرم ژمني توکي او تجهیزات له ځان سره ولري، ترافیکي قوانین مراعت کړي، له بشپړ احتیاط څخه کار واخلي او د سالنګونو د موظفین لارښوونو ته جدي پاملرنه وکړي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي: ” ټولګټو وزارت له ټولو ګرانو هېوادوالو او درنو موټر چلوونکو څخه د حوصله مندۍ غوښتنه کوي او د ۱۴۰۳ هـ ش کال د جدي میاشتې په ۴مه نېټه به د سالنګونو لویې لارې اصلي مسير د ترافیکو پرمخ پرانستل شي”.

د ا.ا.حکومت د ټولګټو وزارت د سالنګ د تونل د بیا رغونۍ چارې د روان کال په مني کې بیا پیل کړې وې چې ددغه وزارت د معلوماتو له مخې اوصس پر دغه لار د بیا رغونې کارونه بشپړ شوي دي.

د ا.ا.د حکومت د ټولګټو وزارت د ډسمبر پنځمه ( لیندۍ ۱۵) په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، چې د سالنګ د تونل او ګالرۍ د بیا رغونې چارې بشپړې شوي دی، خو دغه وزارت هغه مهال ویلي وو، چې ۲۰ نورو ورځو ته اړتیا ده ترڅو د تونل دننه کانکریټ شوې برخې د موټرو تګ راتګ لپاره چمتو شي.

دغه وزارت تیرکال هم ددغې لارې د جوړولو په خاطر د څو اونیو لپاره دا لار د موټرو د تګ راتګ پرمخ ټړلې وه.

هغه مهال ا.ا. د ټولګټو وزارت ویلي و، چې دا لار یې په اساسي ډول بیرته رغولې ده. خو ا.ا. سږکال بیا ددغې لارې په ځانګړي ډول د سالنګ د تونلونو د بیا رغونې چارې د مني په موسم کې پیل کړې چې لا هم دا لار د ترافیکو پرمخ نه ده پرانیستل شوې او پر دغه لویه لار مسافر وړونکي موټراو لارۍ د سالنګ د اصلي مسیر پرځای د یو فرعي مسیر څخه کار اخلي.

ددې اونۍ په سر کې د ا.ا.د حکومت د ټولګټو وزارت ویلي وو چې د سالنګ لویه لار چې تېره د تیزې واورې د اورښت، دوامداره طوفان او د لیدلو ساحې د کمښت له امله د ډسمبر اووم(لیندۍ ۱۷) د شپې مهال د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، چې د څو ساعتونو بندیدو وروسته بیرته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه.

دا لار د ژمي د روان موسم د پلیدو راهیسې تراوسه درې ځلې په موقتي توګه د واورو د اورښت له امله تړل شوې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ا.ا.: سالنګ لویه لار د ۱۵ ورځو لپاره لویو مسافر وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*