اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې ا.ا. له خوا اداره کیږي په پاکـستان کې د افغان کډوالو د نیولو د تازه لړۍ په پیلیدو اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نیولو نوې لړۍ د پیل راهیسې تراوسه نږدې ۸۰۰ افغانان په خپلسر ډول د پولیسو له خوا نیول شوي او په جبري ډول خپل هیواد ته ستانه کړای شوي دي.
دغه سفارت د دوشنبې د ورځې ناوخته جنورۍ شپږم ( مرغومې ۱۷) په خپره کړې اعلامیه کې د معتبرو ویزو لرونکو، (PoR) او (ACC) په نومونو په پاکـستان کې د افغان کډوالود اوسیدانې کارت لرونکي افغان کډوالو په ګډون، د افغانانو په نیولو او افغانستان ته د هغوی په جبري ستنولو ژوره اندیښنه ښودلې ده.
په دې اعلامیه کې ویل شوي: ” د ستنولو شویو کسانو په ډله کې ۱۳۷ کسانو ویزې موده پای ته رسیدلې وه، خو هغوی له وړانډې د ویزې د تمدید لپاره غوښتنه کړې وه. همداشان د (SHARP/UNHCR) د موقتي نوم لیکنې لرونکي کسان هم په شړل شویو کسانو کې شامل دي”.
په اسلام اباد کې میشت یو شمیر افغان کډوال وايي چې په دې وروستیو ورځو کې د پاکـستان پولیسو په دغه ښار کې د افغان کډوالو د نیولو اوله دغه هیواد څخه د ایستلو بهیر پیل کړی، چې په ترڅ کې یې پولیس د افغان کډوالو د اوسیدو ځایونو ته ورځي، هغوی نیسي او په جبري ډول یې افغانستان ته شړي.
دغه افغان کډوال وايي چې د پولیسو له خوا په نیول شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. همداشان هغوی ویلي چې اکثره افغان کډوال د پولیسو له خوا د نیولو له ویرې له خپلو کورونو څخه بهر نه وځي.
په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویديوګانو کې هم لیدل کیږي چې په اسلام اباد کې پولیس د ښځو او ماشومانو په ګډون افغان کډوال نیسي او لویو موټرو ته یې پورته کوي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د ا.ا. له خوا اداره کیږي ویلي چې د پاکستاني پولیسو دا اقدام د ښځو او ماشومانو په ګډون د کورنیو ترمنځ د جداوالي سبب شوی او اوسمهال د دغسې کورنیو ډیر غړي په سرګردانۍ او خفګان ګې ژوند کوي.
دغه سفارت د ” غیر ضروري نیولو، د کورنو تالاشۍ او د افغانانو څخه د پیسو اخیستلو” باندې د اندیښنې په څرګندولو د پاکـستان له حکومت غوښتي چې د افغان کډوالو د ځورونې څخه دې لاس واخلي او د هغوی اندیښنو ته دې حل لاره ولټوي. دغه سفارت ویلي چې دا مسله یې په رسمي ډول د پاکستان حکومت سره شریکه کړې ده.
پاکـستان حکومت د ا.ا. تر کنټرول لاندې د سفارت ددې اعلامیې په اړه تراوسه غبرګون نه دی ښودلی. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د تیر ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۲۷ یو خبري کنفرانس ته په وینا کې ویلي وو، چې د نوي ۲۰۲۵ کال له پیل څخه وروسته به یوازې هغو افغان کډوالو ته په اسلام اباد کې د اوسیدلو اجازه ورکړل شي چې ددغه ښار د پولیسو څخه د اوسیدانې اجازه لیک ولري.
هغه ویلي وو: “د ډسمبر تر ۳۱ (مرغومي ۱۱) وروسته به هېڅ افغان وګړي ته په اسلام اباد کې د اوسېدو اجازه نه وي. که څوک اوسېدل غواړي نو هغه به د ډپټي کميشنر له دفتر څخه اجازتنامه اخلي. د دې تفصيلات به تاسو ته وروسته د پوليسو مشر او کميشنر درکړي. موږ به دوی له هرې لارې خبروو خو دا پرېکړه شوې ده چې د ډسمبر تر ۳۱ نېټې وروسته به هېڅ افغان وګړي ته په اسلام اباد د اوسېدو اجازه نه وي.”
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د ا.ا. له خوا اداره کیږي په دغه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) څخه هم غوښتي چې په سمدستي توګه دې د پاکستاني پولیسو له خوا د افغان کډوالو د نیولو بهیر د مخنیوي لپاره مداخله وکړي او افغانستان ته دې د افغان کډوالو د ستنولو بهیر مخه ونیسي.
په دې اعلامیه کې ویل شوي: ” پاکستان کې د میشتو افغانانو د عزت ساتل، حقونه او خوندیتوب حتمي دي او ورڅخه اجتناب نشي کیدلی”.
په پاکـستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر د څرګندونو وروسته ویلي وو چې ددې مسلې په اړه پلټنې کوي او تراوسه یې لا د پاکستان د کورنیو چارو وزارت څخه په دې اړه کوم رسمي سند نه دی ترلاسه کړی.
دغې کمیشنرۍ تیره میاشت په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې پاکستان باید د کډوالو په اړه د هرډول پریکړې څخه ډډه وکړي او له هغوی څخه ساتنې ته دوام ورکړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي چې په پاکستان کې میشت اکثره افغان کډوال ددغه هیواد قانون ته درناوی کوي او باید چې د هغوی وضعیت ته د بشري پلوه وکتل شي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې اوس مهال په پاکستان کې ۳.۲ میلیونه افغان کډوال د قانوني اسنادو او د اسنادو پرته ژوند کوي.
په دې شمیر کې له۶۰۰ زرو څخه زیات هغه افغانان هم شامل دي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته په افغانستان کې واک ته د ا.ا. د بیا رسیدلو څخه وروسته دغه هیواد ته ګډه شوي دي
ددغو افغانانو اکثریت یې د پاکـستان په قانوني ویزو دغه هیواد ته تللي دي، خو په پاکستان کې د ویزو د تمدید په برخه کې د شتو ستونزو له امله یې خپلې ویزې نه دي تمدید کړي او د اوسیدو د ویزو قانوني موده پای ته رسیدلې ده. اکثره دا افغانان لویدیځو هیوادونو ته د تللو لپاره په اسلام اباد کې دیره دي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان باندې د ا.ا.د بیا واک ترلاسه کولو وروسته د بشري حقونواو مدني ټولنې د فعالانو، ښځو حقونو فعالانو، خبریالانو، همجنسګریانو، د پخواني رژیم ملکي او پوځي کارکوونکو چې د امریکايي او یو شمیر نورو هیوادونو د پوځیانو سره یې په افغانستان کې کار کړی وو په ګډون په سلګونو زره افغانان د ا.ا. د غچ اخیستنې او ځورونې د اندیښنو له امله پاکستان ته کډه شوي دي.
د پاکـستان د حکومت ددې اقدام دمخه ددغه هیواد لنډمهالي حکومت د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې له خپل هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ایستلو پریکړه کړې وه، چې په ترڅ کې یې د ۲۰۲۳ کال د نومبر د میاشتې راهیسې تراوسه نږدې ۸۰۰ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
لومړی نظر وکړئ on "ا.ا. : پاکـستان کې د نږدې ۸۰۰ افغان کډوالو په خپلسر نیولو په ژوره توګه اندیښمن کړي یو"