ا.ا. په کونړ ولایت کې د داع-ش خراسان ډلې یو غړی وژلی

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې ا.ا. د داع-ش خراسان غړی سید مولا چی په حماس باندې مشهور و، وژلی دی. حماس نن د ا.ا. استخباراتو د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ په چهار قلعه سیمه کې په خپل کور کې وژلی او د هغه د کورنۍ دوه مېرمنې او یو ماشوم ټپيان شوي دي.

په کونړ کې ځايي سرچینو نن دوشنبه «د مرغومي ۱۰مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دا پېښه په ځايي وخت ماښام شوې ده.

د ا.ا. سرچینې وايي، نوموړی تازه د پاکستان له بلوچستان ایالت څخه افغانستان ته راغلی و او د داع-ش ډلې د استخباراتو او هدفي وژنو مسوولیت یې درلود.

تر اوسه پورې داع-ش خراسان ډلې او ا.ا. په رسمي ډول ددې پیښې یادونه نه ده کړې.

هغه انځورونه چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي ، ښيي، چې حماس په وینو کې لت پت پروت دی.

له دې وړاندې داع-ش د څوکۍ ولسوالۍ په دې وګل دره کې له یوه ځايي کس نه د جاسوسي په تور سر پرې کړی و.

داع-ش د لیندۍ پر ۲۷مه په خپل وروستي مرګوني ځانمرګي برید کې په کابل کې د ا.ا. د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني په خپل دفتر کې وواژه.

ا.ا. ادعا کوي چې داع-ش خراسان کومه سیمه په ولکه کې نه لري خو لیدل کېږي چې دغه دله د کونړ، نورستان او ننګرهار په ځینو سیمو کې فعالیت لري او کله نا کله پر ا.ا. بریدونه کوي.

مرتبط موضوعات:

د ا.ا. د حکومت په اعلامیه کې د حقاني وژنه “لویه ضایعه” ګڼل شوې او ویل شوي چې “دسیسه جوړونکي” نشي کولای “په دې ډول بزدلانه عمل” د ا.ا. د حکومت پر وړاندې خپلو اهدافو ته ورسیږي.

ا.ا. په عمومي توګه د خوارجو اصطلاح د اسلامي دولت (داع/ش) ډلې وسله والو ته کاروي.

خلیل الرحمان حقاني د ا.ا. د حکومت د کورنیو چارو د وزارت د سرپرست سراج الدین حقاني کاکا وو. هغه د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په میاشت کې د ا.ا. د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له خوا د کډوالو او ستنیدونکو چارو د وزیر په توګه ټاکل شوې و.

د ا.ا. د حکومت ځینو چارواکو د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې ټاکل شوې د خلیل الرحمان حقاني جنازې لمونځ به د پنجنشبې په ورځ د پکتیا ولایت د ګردې څیړۍ ولسوالۍ د سراني کلي کې د غرمې وروسته په دوه بجو ادا شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ا.ا. په کونړ ولایت کې د داع-ش خراسان ډلې یو غړی وژلی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*