د زابل تاریخي بالاحصار د ړنګېدو له ګواښ سره مخ دی

د زابل تاریخي بالاحصار چې د زابل ولایت مرکز کلات ښار په زړه کې پروت دی او راویان یې وایي ډېر پخوانی تاریخ لري؛ خو اوس مهال د ړنګېدو له ګواښ سره مخ دی. د راویانو د قول له مخې د دې بالاحصار تاریخ د سکندر مقدوني وخت ته رسېږي. د زابل بالاحصار کې دننه د شیخ متي په نوم د یاد ولایت یو کس چې د لومړنیو وختونو شاعر یادېږي او ویل کېږي، په ۶۲۳ هجري قمري کلونو کې زیږیدلی، چې له وفات کېدو وروسته دغه بالاحصار کې خاورو ته سپارل شوی دی.

د معلوماتو له مخې د دې  تصوفي شاعر مقبره هم د ړنګیدو له ګواښ سره مخ ده چې تر اوسه پورې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او نورو مسوولو ادارو له لوري ورته کومه ځانکړې پاملرنه نه ده شوې. د زابل ولایت اوسیدونکي د دغه بالاحصار د رغیدو غوښتنه کوي او وایي چې د ړنګیدو مخه دې یې ونیول شي. د اوسیدونکو په خبره، دا مهال له دغه بالاحصار څخه نظامي ګټه اخیستل کیږي او باید د دې چارې مخه ونیول شي. خلک غوښتنه کوي، چې دا تاریخي بالاحصار دې د تفریحي ځای لپاره ځانګړی شي.

۶۵ کلن سپین ږیری محمد الله وایي، د کلات تاریخي بالاحصار یو وخت د سیلانیانو د پام وړ مرکز و او په ښه ډول یې ساتنه کیدله. د هغه په خبره، که څه هم پخوانیو حکومتونو کې نظاميانو ترې استفاده کوله؛ خو ښه ساتنه یې کېده او  دروازه یې د سیلانیانو پر مخ خلاصه وه. محمدالله زیاتوي: «زما چې یادیږي له دې بالاحصار څخه په هر حکومت کې نظامي استفاده کیده؛ خو په هغه وختونو کې به چې بهرني سیلانیان راتلل او یا به د بازار خلکو تفریح کوله، پاس بالاحصار ته به ختل؛ مګر اوس په پوره ډول له نړیدو سره مخ دی، تاسې یې دا دیوالونو ته وګورئ چې نړیږي او هیڅ پاملرنه نه ورته کیږي، دا تاریخي ځای دی او د دې ساتنه ډېره مهمه ده؛ خو حکومت یې په ارزښت نه پوهیږي.»

د زابل یو بل اوسیدونکی عبدالصمد بیا وایي، یو وخت ده په کې د دروازې د ساتنې دنده او مسؤلیت په غاړه لرلو، چې هر ډول ورتلونکو کسانو ته د بالاحصار د لیدو اجازه ورکول کیده. د هغه په خبره، د ډاکټر نجیب الله په واکمنۍ کې هر سیلاني او تفریح کونکي ته اجازه وه، چې له بالاحصار څخه لیدنه وکړي. نوموړی زیاتوي: «د ډاکټر نجیب الله په واکمنې زه د دې بالاحصار د دروازې مسؤل وم، په هغه وختونو کې ما خپله سیلانیانو او هم تفریح کوونکو ته اجازه ورکوله، خو اوس دا کار یې بند کړی او هیچاته هم اجازه نه ورکوي چې له بالاحصار څخه لیدنه وکړي، زموږ دا غوښتنه ده چې لومړی دې دا بالاحصار جوړ شي او بیا دې له دا نظامي استفادې خلاص او د خلکو تفریح ته دې ځانګړی شي.»

محمدامین د زابل ولایت اوسیدونکی دی او وایي، کلات ښار کې د تفریح لپاره ځانګړی او معیاري پارک نشته چې د دوی په کې ساعت تېر شي. د ده په خبره، د زابل بالاحصار دې تفریح ته ځانکړی شي، څو د سیلانیانو پاملرنه ځان ته واړوي او د نړېدو له ګواښ څخه به هم وژغورل شي.   نوموړی وويل: «موږ زابل کې یوازې د صحرانې په نوم سپیرې غونډۍ لرو، د تفریح لپاره معیاري پارک نشته، زموږ دا غوښتنه ده چې دلته دې حکومت یو ښه پارک جوړ کړي، یوه ګټه به یې دا وي چې دا پارک به وساتل شي، بله ګټه به یې دا وي سیلانیان به ورته را جذب شي او بل هم دا چې د نړیدو له ګواښ څخه به وژغورل شي.»

د زابل د بالاحصار څخه یوه سرچینه وایي، دغه بالاحصار کې درې لویې ودانۍ، د شیخ متي بابا مقبره او د ټوله احاطه له بشپړ نړېدو سره مخ دي. د سرچینې په خبره، په بالاحصار کې دوه ودانۍ په بشپړه توګه نړېدلي او اوس یې یوازې خاورې پاتي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د زابل ته په تیرو حکومتونو کې خورا ډیره پاملرنه کېده او دوه ځله چې یو ځل د ظاهر شاه او بل ځل هم د داوود خان په واکمنیو کې رغول شوی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د زابل تاریخي بالاحصار د ړنګېدو له ګواښ سره مخ دی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*