بامیان کې لسګونه ماشومان د بې وزلۍ له امله په درنو کارونو بوخت دي

بامیان کې لسګونه ماشومان د بې وزلۍ له امله په درنو کارونو بوخت دي

بامیان کې هم د هېواد د نورو ولایتونو په څېر لسګونه ماشومان چې د خپلو کورنیو مسوولیت ور تر غاړې دی، د بې وزلۍ له امله په درنو کارونو بوخت دي. 

د بامیان اوسېدونکی۱۶ کلن عبدالله د هغو پاتې شویو کچالو په پټیو کې د کچالو په لټه کې دی چې کروندګرو یې وار لمخه حاصلات راټول کړي دي.

که څه هم د کچالو دغه پاتې شوني د کروندګرو بېلچو وهلي او خراب شوي خو عبدالله له ناچاره ورځې اړ دی چې د خپلې پنځه کسیزه کورنۍ د مړولو لپاره یې له خاورو راوباسي.

عبدالله طلوع نیوز ته و ویل: «اړ یو چې کچالو راټول کړو، ځمکه نه لرو، د بې وزلۍ له امله راځو دلته د ژمي لپاره کچالو راټولوو.»

د بامیان اوسېدونکي تقي و ویل: «د پلار مې عمر زیات دی، کار نه کوي نو زه اړ یم چې کار وکړم.» 

د بامیانو سیمه ییز مسوولین وایي، دغه ولایت کې یې څه باندې یو زر او ٣٠٠ بې‌وزله او له زده کړو محروم ماشومان راټول او په دولتي او خصوصي روزنتونونو کې یې ورته د زده کړو او روزنې زمینه برابره کړي ده.

د بامیان د کار او ټولنیزو چارو رییس، زین الله مسرور و ویل: «یو زر او ۳۰۰ ماشومان په دولتي روزنتونونو او ځینو خیریه بنسټونو سره تر روزنې لاندې دي، البته په دولتي روزنتونونو کې ۱۲۵ ماشومان چې د یوې ځانګړې کړنلارې پر بنسټ جذب شوي، تر روزنې لاندې دي.» 

د بامیانو د دولتي روزنتون مسوول، سکندر عمري و ویل: «دې روزنتون کې د روغتیایي، ښوونیزو، روزنیز او ورزشي امکاناتو په ګډون اسانتیاوې برابرې شوې دي.» 

بامیان کې ډېر نور داسې ماشومان هم شته چې د کورنۍ سرپرستي ور تر غاړې ده او اړ دي چې د درنو کارونو له لارې د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کړي، خو له ډلې یې هغه بیا خوشبخته دي، چې د کورنیو سرپرستي نه ده ورترغاړې او په روزنتونونو کې ورته د زده کړو موکه برابره شوې ده. 

د پوهنتون استاد او د ټولینزو چارو کارپوه، سید خلیل الله کوه و ویل: «دولت چې ماشومان روزنتونونو ته یوسي او که پلار یې نه وي نو مور خو به یې وي چې د مور له مینې یې لیرې کوي، د دې پر ځای دې هغه پیسې چې په روزنتونونو کې پرې لګوي، د همدغو ماشومانو کورونو ته دې ورکړي. دا یوه ښه تګلاره ده او کولای شي په د خپلو کورنیو له مینې او محبت سره و روزل شي.»

اقتصادي ستونزې او بې وزلي هغه لوی لاملونه دی، چې ماشومان یې درنو کارونو ته اړ ایستلي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې افغانستان کې له هر پنځو ماشومانو یو یې پر درنو کارونو بوخت دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "بامیان کې لسګونه ماشومان د بې وزلۍ له امله په درنو کارونو بوخت دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*