باوري سرچینې: ننګرهار کې طالبانو پر داعش وسله والې ډلې عملیاتو کې یو کس وژلی

باوري سرچینې وايي، طالبانو نن غرمه مهال د ننګرهار په مومندره ولسوالۍ کې د داعش سره تړلي د یوه کس پر کور عملیات کړي او دغه کس یې وژلی.

سرچینې وايي، په دغې جګړه کې د طالبانو پنځه تنه هم ټپیان شوي او د درملنې لپاره روغتون ته لیږدول شوي.

ويل کیږي، طالبانو مومندره کې د یوه کس په کور برید کړی، چې لا هم په سیمه کې ډزې روانې دي او ښايي مرګژوبله تر دې ډیره وي.

له سیمې څخه باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل نن یکشنبه د (چنګاښ ۱۷مه) طالبانو په ننګرهار کې د داعش ډلې پورې تړلي د یوه کس پر کور برید کړی او د دغه کور څښتن یې وژلی.

د طالبانو په استخباراتو پورې تړلې المرصاد رسنۍ هم ويلي، چې په مومندره ولسوالۍ کې یې د ذاکر الله په نوم چې مشهور په ابو شېر دی برید کړی او هغه یې وژلی.

طالبان تل ادعا کوي چې د داعش وسله واله ډله یې له پښو غورځولې او دا مهال په افغانستان کې نه شته، خو بل پلو بیا وايي چې د داعش پر پټنخایونو یې عملیات کړي.

پر طالبانو شک دی چې دوی خپل سیاسي او پوځي مخالفان د داعش په نوم له بندخونو بهر په کورونو او شاړو کې وژني او د داعش نوم پرې ږدي.

له تېرو نږدې دریو کلو راهیسې په کابل او ځینو ولایتونو کې طالبانو د داعش په ضد عملیات کړي او ډېر شمېر کسان یې په کې وژلي خو یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې طالبان له بندخونو خپل سیاسي او پوځي مخالفان د داعش په نوم جوړو شویو عملیاتو کې وژني او په دې سره د بهرنیانو له نیوکو ځانونه خلاصوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "باوري سرچینې: ننګرهار کې طالبانو پر داعش وسله والې ډلې عملیاتو کې یو کس وژلی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*