د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستاني پولیسو له خوا افغان کډوالو سره د ناسم چلند په تړاو خپرو شویو راپورونو ته غبرګون ښودلی او ددغه هیواد له چارواکو یې غوښتي چې په خپلسر د افغان کډوالو د نیولو او د هغوی ځورولو لړۍ دې بنده کړي.
د بخښنې د نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د څانګې مرستیال بابو رام پنت د چهارشنبې د ورځې ناوخته جنورۍ اتم (مرغومې ۱۹) په یوه اعلامیه کې د افغان کډوالو د نیولو او په جبري ډول د هغوي د ایستلو لپاره د پاکستاني پولیسو پر اقداماتو باندې انتقاد کړی دی.
هغه ویلي چې پاکستاني پولیس د شپې پر مهال د افغانانو د اوسیدانې ځایونو باندې بریدونه کوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون په سلګونو افغان کډوال یې نیولي او بندیان کړي دي.
د بخښنې د نړیوال سازمان ددغه چارواکي په وینا د افغانانو پر وړاندې د پاکستان د پولیسو روان اقدامات په دغه هیواد کې د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان د حکومت د ” ستر توپیري سیاست” یوه برخه ده.
په اسلام اباد کې میشت یو شمیر افغان کډوال وايي چې په دې وروستیو کې د پاکستان پولیسو په دغه ښار کې د افغان کډوالو د نیولو او له دغه هیواد څخه د ایستلو بهیر پیل کړی، چې په ترڅ کې یې پولیس د افغان کډوالو د اوسیدو ځایونو ته ورځي، هغوی نیسي او په جبري ډول یې افغانستان ته شړي.
دغه افغان کډوال وايي چې د پولیسو له خوا په نیول شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. همداشان هغوی ویلي چې اکثره افغان کډوال د پولیسو له خوا د نیولو له ویرې له خپلو کورونو څخه بهر نه وځي.
د بخښنې د نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د څانګې مرستیال بابو رام پنت په دغه اعلامیه کې ویلي چې د پولیسو ددغو اقداماتو له امله په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت لا خراب شوی دی.
هغه ویلي: “د پاکستان حکومت په پرله پسې او په خپل سر ډول داسې سیاستونه پلي کړي چې په دغه هیواد کې یې افغان کډوالو ته نازک شرایط لا سخت کړي دي او دا اقدامات ددې سبب شوي چې په تیرو ۱۵ میاشتو کې په زرګونو افغانان بیرته خپل هیواد ته ستانه شي”.
د بخښنې د نړیوال سازمان دغه چارواکي ویلي چې په اسلام اباد کې د افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو ناسم چلند حتی هغه افغانان چې ددغه هیواد معتبرې ویزې لري هم د ستونزو سره مخ کړي دي.
دغه سازمان د پاکستان له حکومت غوښتي چې په سمدستي ډول دې داسط اقدامات وکړي ترڅو په زندان کې د ټولو کډوالو د خوشې کولو څخه ډاډ ترلاسه شي او هم د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو لړۍ پای ته ورسیږي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د ا.ا. له خوا اداره کیږي د دوشنبې په ورځ جنورۍ شپږم (مرغومې ۱۷) ویلي چې نږدې ۸۰۰ افغانان په خپلسر ډول د پولیسو له خوا نیول شوي او په جبري ډول خپل هیواد ته ستانه کړل شوي دي.
دغه سفار ویلي چې د پاکستاني پولیسو دا اقدام د ښځو او ماشومانو په ګډون د کورنیو ترمنځ د جداوالي سبب شوی او اوسمهال د دغسې کورنیو ډیر غړي په سرګردانۍ او خفګان ګې ژوند کوي.
د بخښنې د نړیوال سازمان ددغې اعلامیې دمخه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ هم د چهارشنبې په ورځ له پاکستان وغوښتل چې د افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته د هغوی د ستنولو بهیر دې بند کړي.
ریچارد بنیټ د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو خپور کړي پیغام کې ویلي: “له پاکستان څخه د افغانانو د ایستلو د راپورونو په اړه خپله غوښتنه د [افغانانو] د ساتنې او د هغوی د نه ستنولو په ځانګړي ډول د زیانمنوونکو ډلو په هکله څرګندوم”.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي همداشان ویلي چې افغان کډوال په سیمه کې د ” ښه چلند” مستحق دي. هغه د نړیوالې ټولنې څخه هم غوښتي چې هغو هیوادونو ته دې مالي ملاتړ برابر کړي چې د افغانانو کوربتوب کوي.
پاکستاني پولیسو په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته د هغوی د ستنولو دا لړۍ وروسته له هغه پیل کړې چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وویل چې د نوي ۲۰۲۵ کال له پیل څخه وروسته به یوازې هغو افغان کډوالو ته په اسلام اباد کې د اوسیدلو اجازه ورکړل شي چې ددغه ښار د پولیسو څخه د اوسیدانې اجازه لیک ولري.
هغه ویلي وو: “د ډسمبر تر ۳۱ (مرغومي ۱۱) وروسته به هېڅ افغان وګړي ته په اسلام اباد کې د اوسېدو اجازه نه وي. که څوک اوسېدل غواړي نو هغه به د ډپټي کميشنر له دفتر څخه اجازتنامه اخلي. د دې تفصيلات به تاسو ته وروسته د پوليسو مشر او کميشنر درکړي. موږ به دوی له هرې لارې خبروو خو دا پرېکړه شوې ده چې د ډسمبر تر ۳۱ نېټې وروسته به هېڅ افغان وګړي ته په اسلام اباد د اوسېدو اجازه نه وي.”
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې اوس مهال په پاکستان کې ۳.۲ میلیونه افغان کډوال د قانوني اسنادو او د اسنادو پرته ژوند کوي.
په دې شمیر کې له۶۰۰ زرو څخه زیات هغه افغانان هم شامل دي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته په افغانستان کې واک ته د ا.ا. د بیا رسیدلو څخه وروسته دغه هیواد ته ګډه شوي دي
د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان باندې د ا.ا. د بیا واک ترلاسه کولو وروسته د بشري حقونواو مدني ټولنې د فعالانو، ښځو حقونو فعالانو، خبریالانو، همجنسګریانو، د پخواني رژیم ملکي او پوځي کارکوونکو چې د امریکايي او یو شمیر نورو هیوادونو د پوځیانو سره یې په افغانستان کې کار کړی وو په ګډون په سلګونو زره افغانان د ا.ا. د غچ اخیستنې او ځورونې د اندیښنو له امله پاکستان ته کډه شوي دي.
د پاکستان د حکومت ددې اقدام دمخه ددغه هیواد لنډمهالي حکومت د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې له خپل هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ایستلو پریکړه کړې وه، چې په ترڅ کې یې د ۲۰۲۳ کال د نومبر د میاشتې راهیسې تراوسه نږدې ۸۰۰ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
لومړی نظر وکړئ on "بخښنې سازمان پاکستان ته: په خپل سر د افغان کډوالو نیول او د هغوی ځورول پای ته ورسوئ"