بخښنې نړیوال سازمان: مونږ باید افغانستان کې د حساب ورکولو اوعدالت لپاره خپلې غوښتنې ته دوام ورکړو

د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې ددې لپاره چې ا.ا. بشري حقونو ته درناوی او ورڅخه ساتنه وکړي په ټولنه نړۍ کې ۳۵۵ زرو کسانود دغه سازمان غوښتنه لاسلیک کړې ده.

دغه سازمان د جمعې په ورځ جولاۍ ۱۲(چنګاښ ۲۲) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو خپور کړي پیغام کې ویلي دا غوښتنه یې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په برخه کې د ناورین د دوام له امله کړې ده.

بخښنې نړیوال سازمان ویلي: “د نړۍ د پیوستون په قوي ننداره کې ۳۵۴ زرو او ۸۴۷ کسانو لاسلیکونه راټول شوي چې د حاکمو ا.ا. چارواکو غوښتل شوي چې په افغانستان کې دې بشري حقونو ته درناوی او له هغې ساتنه وکړي. ددې لپاره چې په افغانستان کې لا هم د بشري حقونو وضعیت په برخه کې ناورین دوام لري مونږ باید په دغه هیواد کې حساب ورکولو او عدالت [پلي کیدو] لپاره خپلې غوښتنې ته دوام ورکړو”.

د دې دمخه د بخښنې نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ جولاۍ لسم (چنګاښ ۲۰) په یو راپور کې د ا.ا. د اخلاقي څارنې پولیسو د څارنې خپلسر، متضاد او مبهمې سابقې ته په کتنې سره په بیړني ډول د اخلاقي څارنې د پولیسو د لغوه کیدو په اړتیا ټینګار کړی وو.

دغه سازمان د ا.ا. د اخلاقي څارنې د پولیسو په اړه د ملګرو ملتونو وروستي راپور ته په اشارې ویلي چې د ا.ا. د حکومت د امربالمعروف نهی عن المنکر وزارت د افغانانو د بشري حقونو او د هغوی د اساسي ازادیو څخه په مختلفو برخو کې ډیرې بربنډې سرغړونې کړي دي.

د بخښنې د نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د څانګې یو څیړونکي زمان سلطاني ویلي: “دا راپور [یوناما راپور] افغانستان کې د ا.ا. د امربالمعروف نهی عن المنکر وزارت رول د افغانانو د بشري حقونو او اساسي ازادیو څخه په مختلفو برخو کې بربنډوي. د افغانستان د خلکو د اخلاقي څارنې په اړه د هغې [امربالمعروف وزارت] خپلسر، متضاد او مبهمې سابقې ته په کتنې او د یو بنسټیز شوي توپیري سیستم سره چې په غیر متناسب ډول پر ښځو او نجونو باندې اغیزې کوي پدغه هیواد کې د بشري حقونو د تخریب په برخه کې اغیزه لرلې ده”.

یوناما د جولاۍ په نهم (چنګاښ ۱۹) په یو راپور وویل چې د ا.ا. د امربالمعروف نهی عن المنکر وزارت د خپلو کړنلارو او لارښوونو د پلي کیدو پر مهال له زور کار اخلي او د خلکو ازادۍ، جسمي او روحې سلامتیا او خصوصي حریم نقض کوي.

ملګرو ملتونو په دغه راپور کې ویلي چې یوناما د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ څخه د ۲۰۲۴ کال د مارچ د ۳۱ ورځې پورې لږ ترلږه ۳۳ پیښې (۲۰۵ د ښځو او ۸۲۸ د سړو په تړاو) مستندې کړي دي چې د ا.ا. د امربالمعروف او نهی عن المنکر د وزارت کارکوونکو ددغه وزارت د کړنلارو د پلي کیدو پر مهال له زور څخه کار اخیستی دی.

د یوناما په دې راپور کې د افغانستان د خلکو په مذهبي چارو په اړوند پریکړو کې د ا.ا. د امربالمعروف و نهی عن المنکر وزارت لاس وهنو ته هم اشاره شوې او ویلي دي چې ددغه وزارت کارکوونکي د خلکو مذهبي ازادیو څخه سرغړونه کوي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې پر ا.ا. باندې د ملګرو ملتونو ددې غږ بدرګه کوي چې له دغې ډلې یې غوښتي دي چې د افغانانو د بیان د ازادۍ، فکر د ازادۍ، د ضمیر او مذهبي ازادۍ د نړیوالو بشري حقونو د تړونونو له مخې تضمین کړي چې د افغانستان له خوا لاسلیک شوي او ددغو تړونونو یوه برخه ګرځیدلې ده. همداشان د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې د ا.ا. له خوا د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو لاندې جنایات باید چې پاې ته ورسیږي.

د ا.ا. حکومت د بخښنې نړیوال سازمان دغه راپور ته لا غبرګون نه دی ښودلې، خو ددغه حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اخلاقي څارنې د پولیسو د کړنو په اړه د ملګرو ملتونو وروستي راپور ته په غبرګون کې ویلي چې په افغانستان کې د امربالمعروف، نهي عن المنکر او سمع شکایاتو وزارت د پروسیجر په اړه د یوناما نیوکی بې ځایه دي، کوم احکام چې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او سمع شکایاتو وزارت لخوا توصیه کیږي هغه معلوم اسلامي احکام دي.

ذبیح الله مجاهد ویلي: “متأسفانه د یوناما راپور جوړونکي هڅه کوي چې افغانستان د غربي لید لوري څخه وارزوي چې دا کار ناسم دی، افغانستان باید د یو مسلمانې ټولنې په څير و ارزول شي او د دې هیواد د ملت چې مطلق اکثریت مسلمانان دي او د شرعي نظام د جوړیدو لپاره یې سترې قربانۍ ورکړې غوښتنې په پام کې ونیول شي”.

ذبیح الله مجاهد ادعا کړې چې په افغانستان کې د ا.ا. په حاکمیت کې ددغه هیواد د اتباعو ټول شرعي حقوق تامین دي، که ښځينه دې که نارینه شرعی برخورد ورسره کیږي او د اسلامي شریعت احکام د قوانینو په څير د اجرا وړ دي، په دې اړه له چا سره هیڅ ډول زور زیاتی او ظلم نه کیږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "بخښنې نړیوال سازمان: مونږ باید افغانستان کې د حساب ورکولو اوعدالت لپاره خپلې غوښتنې ته دوام ورکړو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*