
بدخشان کې د کانونو د شرکتونو له لوري ۳۶ پراختیایي پروژې پیل شوي
د بدخشان والي وايي، اوس مهال د دغه ولایت په بېلابېلو برخو کې د کانونو د شرکتونو له لوري د ۳۶ پراختیایي پروژو چارې روانې دي.
محمد اسماعیل غزنوي په فیضاباد کې د سیمهییزو چارواکو او د کانونو د شرکتونو ترمنځ غونډه کې زیاته کړې چې د دغو پروژو له پلي کېدو سره به د بدخشان د اوسېدونکو ګڼې ستونزې حل شي.
د بدخشان والي، محمد اسماعیل غزنوي و ویل: «زه د بدخشان مسوول یم او باید د دغه ولایت خلکو ته اسانتیاوې رامنځته کړم. د ۳۶ پروژو چارې روانې دي او همدا نیکمرغي ده. ځینې سوداګر راځي وایي، موږ ته هم پراختیایي پروژې راکړه؛ زه ډېر منندوی یم.»
د هلمند والي امانالدین منصور هم چې په دې غونډه کې ګډون کړی و، زیاته کړه چې په ټول هېواد کې امنیت خوندي دی او په افغانستان کې پانګونې ته د بهرنیو سوداګرو لېوالتیا زیاته شوې او ځینو یې پانګونه هم کړې ده.
امانالدین منصور و ویل: «امنیت تامین دی او پانګونې ته زمینه برابره ده او موږ له ټولو سوداګرو غواړو چې د دې هېواد د ابادۍ لپاره پانګونه وکړي.»
د بدخشان اوسېدونکي د دغو پروژو هرکلی کوي او د اسلامي امارت له چارواکو غواړي چې دغه راز نورې پروژې هم پلي کړي.
د بدخشان اوسېدونکي، احسانالله براتي و ویل: «د اسلامي امارت له چارواکو غواړو چې د پلسوچ د برېښنا بند په څېر سترې پروژې، چې څه د پاسه ۷۰ میګاواټه برېښنا تولیدوي، پلي کړي. خلک برېښنا ته ډېره اړتیا لري او دغه راز دې د ورېښمو لارې جوړېدو ته هم پاملرنه وشي، ځکه اوس مهال یو من کچالو تر ۴۰۰ افغانیو لوړېږي.»
د بدخشان بل اوسېدونکي، محبالله سادات و ویل: «دغه ۳۶ پروژې ښه اقدام دی، خو هیله لرو چې په ولسوالیو کې دغه راز نورې پروژې هم په پام کې ونیول شي.»
د بدخشان سیمهییز چارواکي دغه راز وایي چې د دې ۳۶ پروژو ترڅنګ، د اسلامي امارت له بودیجې څو نورې لویې پروژې هم منظور شوې دي چې د پلي کېدو سره به یې د دې ولایت د اوسېدونکو بېلابېلې ستونزې هوارې شي.
لومړی نظر وکړئ on "بدخشان کې د کانونو د شرکتونو له لوري ۳۶ پراختیایي پروژې پیل شوي"