
بدخشان کې د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو پنځه ورځنی نندارتون پرانیستل شو
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست په نوښت، د دغه ولایت په مرکز فیض اباد ښار کې د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو پنځه ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
مسوولین وایي، د دغه نندارتون د جوړولو موخه د لاسي صنایعو وده، د صنعتکارانو ملاتړ او د دې ولایت د ځايي اقتصاد پیاوړتیا ده.
د نندارتون د تنظیموونکو په خبره، د نندارتو په ۵۰ غرفو کې بېلابېل تولیدات، لاسي صنایع او ځایي محصولات نندارې ته اېښودل شوي دي.
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس، ذبیحالله امیري و ویل: «د دغه راز پروګرامونو موخه د بدخشان د لاسي صنایعو او ځایي فرهنګ په ګډون د سیمه ییزو تولیداتو او محصولاتو نندارې ته وړاندې کول دي. همدارنګه د هغو لاسي صنایعو چې بدخشان کې وې خو له منځه تللي، موږ هڅه کوو چې بیا یې ورغوو.»
پلورونکي او صنعتکاران د دغه نندارتون هرکلی کوي او د خپلو تولیداتو د معرفي کولو او پلور لپاره یې یو مناسب فرصت ګڼي.
د بدخشان د غالۍ اوبدونکو د ټولنې رییس، عبدالعلي یفتلي و ویل: «موږ د بدخشان سیمه ییز تولیدات نندارې ته وړاندې کوو او د بدخشان او نورو ولایتونو خلک نندارتون کې ګډون کوي، ځینې وخت بهرنیان هم ګډون کوي او تولیدات مو وده کوي.»
متشبثه، نازدانه شهراني وایي: «دغسې نندارتونونه دې ډېر کړي، څو هغه ښځې چې کار کوي، خپل تولیدات هم په کور دننه وپلوري او هم یې بهر ته صادر کړي.»
ځینې نورې ښځینه متشبثې چې په دغه نندارتون کې یې ګډون کړی، له حکومته غواړي چې دغه ولایت کې د ښځو لپاره ځانګړی بازار جوړ کړي.
متشبثې، نازیې و ویل: «موږ غواړو چې د ښځو لپاره یو ځانګړی بازار اوسي څو موږ وکولای شو د ښځو اړوند محصولات پکې وپلورو.»
بله متشبثه، سامعه وایي: «له دولته غواړو چې د ښځو لپاره یو جلا بازار جوړ کړي څو ښځو ته کاري زمینه برابره شي.»
د نندارتون مسوولین او ګډونوال ټینګار کوي چې د دې ډول نندارتونونو جوړول کولای شي د لاسي صنایعو په وده او د بدخشان د صنعتکارانو د اقتصادي وضعیت په ښه کولو کې مهم رول ولوبوي.
لومړی نظر وکړئ on "بدخشان کې د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو پنځه ورځنی نندارتون پرانیستل شو"