
د اوزبېکستان د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا د لېږد لین د بېرته نښلولو هڅې
پرلهپسې واورې ورېدو پنځه ورځې وړاندې د سالنګ پر لاره، شاول سیمه کې د اوزبېکستان د ۲۲۰ کیلوولټه وارداتي برېښنا یوه پایه ویجاړه کړې؛ دا پېښه لامل شوه چې د کابل او۱۲ نورو ولایتونو برېښنا کمه شي.
اوس د برېښنا شرکت تخنیکي ټیمونه د دې پایې د ترمیم لپاره سیمې ته لېږل شوي دي، خو ښکاري چې د واورې دوامداره ورښت، توپان او د لارو بندښت د ترمیم بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.
د برېښنا شرکت د لوړ ولتاژ رییس عبدالاحد بارکزی وايي: «مونږ هڅه کوو چې دا ستونزه حل کړو، که هوا مناسبه وه؛ نو ژر به برېښنا وصل شي.»
په همدې حال کې، د برېښنا کمښت لا هم د کابل او د یو شمېر نورو ولایتونو د اوسېدونکو پر ورځني ژوند اغېز کړی دی.
د کابل اوسېدونکي له برېښنا شرکت څخه غواړي چې ژر تر ژره د دې ستونزې د حل لپاره اقدام وکړي.
د کابل اوسېدونکی فریدون بیا د برېښنا د کمښت په اړه وايي: «زمونږ برېښنا له پنځو ورځو راهیسې کمه شوې، د شپې له خوا راځي خو ډېره کمه؛ له حکومت مو غوښتنه ده چې د برېښنا ستونزه ژر تر ژره حل کړي.»
په همدې حال کې د کابل یو بل اوسېدونکي نظامالدین هم د برېښنا له کمښت شکایت کوي: «مونږ برېښنا ته اړتیا لرو، ځکه کورونو او فابریکو ته برېښنا اړینه ده او زه له برېښنا شرکت غواړم، چې دې برخې ته پاملرنه وکړي.»
برېښنا شرکت بیا ټینګار کوي چې د دې لېږد لین د بېرته نښلولو هڅې شپه او ورځ روانې دي.
د یاد شرکت ویاند محمد صادق حقپرست په دې اړه وايي: «د دې ستونزې د حل لپاره د پروان له مسوولینو، د سالنګونو د ساتنې ریاست او اړوندو ادارو سره اړیکه نیول شوې، ترڅو زمونږ ټیمونه سیمې ته ورشي او دغه سرکټ وصل کړي.»
برېښنا شرکت ویلي چې د کابل اوسېدونکو د برېښنا د تامین لپاره یې د ترهخېلو حرارتي برېښنا دستګاه فعاله کړې ده؛ هغه دستګاه چې په لسو ساعتونو کې تر ۲۰۰ زره لیتره تېل مصرفوي او هر کیلوواټ برېښنا تر ۳۵ افغانیو پورې لګښت لري.
لومړی نظر وکړئ on "د اوزبېکستان د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا د لېږد لین د بېرته نښلولو هڅې"