برېښنا شرکت: د حرارتي برېښنا دستګاوې په ځینو ولایتونو کې فعالې دي

د بریښنا شرکت وایي په کابل، فراه، زابل او پکتیکا ولایتونو کې د حرارتي بریښنا د تولید دستګاوې فعالې دي.

د دغه شرکت ویاند طلوع نیوز ته وایي چې په پلازمینه کې د حرارتي بریښنا د تولید دستګاه توانیدلې ده چې د کابل میشتو د اړتیا وړ بریښنا یوه برخه پوره کړي.

د افغانستان د برېښنا شرکت ویاند، حکمت الله میوندي په دې اړه وايي: «په افغانستان کې ځینې ولایتونه د حرارتي بریښنا سرچینې لري، چې له هغې منځه د زابل، کندهار، فراه، پکتیکا او نورو ولایتونو نومونه اخیستلای شو، چېرې چې د برېښنا شبکه نه ده رسېدلې او د حرارتي برېښنا څخه استفاده کېږي.»

د ځینو کارپوهانو په باور، په افغانستان کې د انرژۍ د تولید لپاره لوی ظرفیتونه شته، او که په دې برخه کې ګام پورته شي، افغانستان به د برېښنا په تولید کې ځانبسیاینې ته ورسېږي.

د اقتصادي چارو شنونکی، اسماعیل ځدراڼ بیا وايي:«دولت ته پکار ده، چې د برېښنا له ستونزې سره مخ څنګه له دغې ستونزې وتلی شي. باید له تېرو حکومتونو عبرت واخلي؛ که له ګاز او ډبرو سکرو ګټه واخلي او په هېواد کې دننه فابریکې جوړې کړي، نو موږ به برېښنا ولرو.»

د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو لمخې، افغانستان د اوبو له سرچینو د ۲۳ زره میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت، د باد له سرچینو د ۶۷ زره میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت، د لمر له سرچینو د ۲۲۲ زره میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت او له حرارتي سرچینو د ۶ زره میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "برېښنا شرکت: د حرارتي برېښنا دستګاوې په ځینو ولایتونو کې فعالې دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*