
برېښنا شرکت: په درېیو برخو کې د کاسا-زر پروژې چارې روانې دي
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، هېواد کې د کاسا-زر پروژې چارې دا مهال په درېیو برخو کې روانې دي او تر راتلونکو دوو کلونو به بشپړې شي.
د برېښنا شرکت د مسوولینو په خبره، تمویل کوونکو له قرغیزستان او تاجیکستانه، افغانستان او پاکستان ته د زر میګاواټه برېښنا د لېږد د دغې پروژې پلي کېدو لپاره د ۹۰ میلیونه ډالرو د ورکړې ژمنه کړې ده.
د برېښنا شرکت عملیاتي مرستیال، ناصر احمدي و ویل: «تېر کال موږ له هغو ډونرانو سره چې کاسا-زر پروژه تمویلوي، بېلابېلې ناستې کړي، ۴۰ میلیونه ډالر چې پخواني پورونه وو، پرې کړای شوي او ډونرانو ژمنه وکړه، شاوخوا ۹۰ میلیونه ډالر نورې پکار دي، را به یې کړي. په همدې ترتیب دا مهال د کاسا-زر پروژې چارې په درېیو برخو کې روانې دي.»
د دغې پروژې له لارې به ۳۰۰ میګاواټه برېښنا افغانستان او پاتې ۷۰۰ میګاواټه پاکستان ته صادره شي.
د کاسا زر پروژې په بشپړېدو سره به د کابل او ختیځو ولایتونو د برېښنا د کمښت ستونزې حل شي، د ټرانزیټ د حق په توګه به هر کال افغانستان ۵۰ میلیونه ډالر ترلاسه کړي، له امنځنۍ او سویلي اسیا سره به اقتصادي او سیاسي همکارۍ پراخې او پر وارداتي برېښنا به د افغانستان اتکا کمه شي.
د اقتصادي چارو کارپوه، محمد اصف ستانکزي و ویل: «کاسا-زر یو له هغو پروژه ده چې کولای شي د افغانستان د انرژۍ په سکټور کې رغنده رول ولوبوي، په ځانګړې توګه د صنعتي سکټور لپاره، چې یوازې ۵ یا ۶ ساعته کاري شفټ لري خو د افغانستان د ودې لپاره کافي نه دی.»
د اقتصادي چارو بل کارپوه، عبدالحسیب صافي و ویل: «افغانستان د برېښنا له دغه راز سترو پروژو کار اخیستلای شي، په ډېره کمه بیه ۳۰۰ میګاواټه برېښنا ترلاسه کولای شي او دغه کار کاري زمینې رامنځته کوي.»
۲۰۱۶ کې د کاسا زر پروژې د تړون تر لاسلیک وروسته، د قرغیزستان او تاجیکستان اړوند برخې بشپړې شوي خو افغانستان کې دغه پروژه د ناامنیو، مالي ستونزو او سیاسي بدلونونو له امله ځنډېدلې وه.
لومړی نظر وکړئ on "برېښنا شرکت: په درېیو برخو کې د کاسا-زر پروژې چارې روانې دي"