بشري حقونو سازمان: د کرکټ نړیواله شورا دې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې غړیتوب وځنډوي

د بشري حقونود څار سازمان (HRW) د کرکټ د نړیوالې شورا (ICC) څخه غوښتي چې ترهغې چې افغان میرمنې او نجونې د زده کړو بهیر او ورزش ډګر ته نه وي ستنې شوې په دغه شورا کې دې د ا.ا. تر واک لاندې د افغانستان غړیتوب او په نړیوالو سیالیو کې پر ګډون باندې بندیز ولګوي.

د بشري حقونود څار سازمان د ښځو د څانګې مشرې هیدر بار د چهارشنبې د ورځې ناوخته جنورۍ ۱۵( مرغومې ۲۶) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د کرکټ نړیوالې شورا ته ددغه سازمان د نړیوالو نوښتونو د څانګې د مشرې مینکي ورډن غوښتنلیک خپور کړی چې په کې میرمن ورډن، د کرکټ د نړیوالې شورا د توپیري چلند پر وړاندې ددغې شورا د پالیسۍ په عملي کیدو باندې ټیګار کړی دی.

په دې غوښتنلیک کې مینکي ورډن ویلي: ” په ځانګړي ډول د کرکټ نړیواله شورا (ICC) دې هڅه وکړي چې ددې ډاډ ترلاسه شي چې ټول ګډون کوونکي د سپورت څخه د نژاد، مذهب، فرهنګ، رنګ مسایلو په تړاو چلند ته د پاملرنې پرته خوند واخستلی شي د [مثال په توګه] د تیري، توهین، سپکاوي، ډارولو، نزول، تابعیت، توکمیز اصلیت، جنسیت، جنسي تمایلات، معلولیت، تاهلي وضعیت او د زیږیدنې وضعیت”.

د بشري حقونو د څار د سازمان د نړیوالو نوښتونو د څانګې مشرې په دغه غوښتنلیک کې ویلي چې په ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ په افغانستان کې واک ته د ا.ا. د بیا رسیدلو راهیسې ا.ا. ښځې او نجونې د کاراو زده کړو په ګډون له خپلو اساسي حقونو تر لاسه کولو څخه په بشبړ ډول منع کړي چې د هغوي پر ژوند، بدلیل معیشت، سرپناه، روغتیايی پاملرنې، خواړو او اوبو په ګډون پر ټولو حقونو باندې یې اغیزه کړې ده.

په دې غوښتنلیک کې د ځینو افغان ورزشکارانو د راپورونو له مخې ویل شوي چې د ا.ا. ځواکونو د روزنې مرکزونه تړلي او ورزشکاران یې د تاوتریخوالي سره پر مخ کیدو باندې ګواښلي دي، چې په پایله کې ځینې ښځینه لوبغاړې پټې شوي او د مدالونو او د سپورت د وسایلو په ګډون یې هغه شواهد له منځه وړي چې په کې د ورزش سره د هغوی اړیکې ثابتیدلی شي.

په غوښتنلیک کې دا هم ویل شوي چې ډیر افغان ورزشکاران پرته له دې چې په خوندي ډول تمرین وکړي او خپل ورزش ته دوام ورکړي د دننه افغانستان پاتې دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د کرکټ د نړیوالې شورا څخه دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې دغې شورا د په ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان د کرکټ په اړه د نږدې تیردوو اونیو د لانجمنو بحثونو سره سره د کرکټ نړیوالې شورا چمپینز ټرافي کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې حضور تاریخي یاد کړی دی.

د کرکټ نړیوالې شورا د یکشنبې په ورځ جنورۍ ۱۲( مرغومې ۲۳) د چمپینز ټرافي د سیالیو لپاره د افغانستان د پنځلس کسیزې ډلې نوملر یو ځل بیا خپورکړی دی.

دغې شورا د افغانستان د کرکټ په ملي لوبډلې ته د ابراهیم ځدراڼ بیا ستنیدلو یادونه هم کړې ده.

یو شمیر د ټولنیزو رسنیو کاروونکي وايي چې ددې لپاره چې ا.ا. د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی، نو د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله باید په نړیړوالو سیالیو کې تحریم شي، ځکه چې د دغسې ټولنیزو شبکو د کارونکو د ادعا له مخې ا.ا. د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې څخه د خپل مشروعیت لپاره کار اخلي.

خو یو شمیر نور د ټولنیزو شبکو کارونکي ا.ا. ته د سزا ورکولو لپاره په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې باندې د بندیز لګول منطقي نه ګڼي او وايي سپورت ته باید له سیاست څخه په جلا نظر وکتل شي.

افغانستان کرکټ بورډ د یکشنبې په ورځ جنوري ۱۲ (مرغومې۲۳) د چمپینز ټرافي سیالیو لپاره، چې بله میاشت په پاکستان کې پیل کېږي، د ۱۵ لوبغاړو نومونه اعلان کړل.

د کرکټ نړیوالې شورا په خپلې رسمي فیسبوک پاڼې کې د افغانستان د دغو اعلان شویو لوبغاړو د نومونو د خپرولو سره لیکلي دي چې «په چمپینز ټرافي کې د افغانستان د لومړي حضور لپاره سیټج برابر» شوی دی.

افغانستان د چمپینز ټرافي سیالیو لپاره لوبغاړي نومونه وروسته له هغه اعلان کړي، چې د بریتانیا یو شمېر سیاستوالو د انګلستان له کرکټ بورډ څخه غوښتي وو چې په دغو سیالیو کې له افغانستان سره لوبه ونه کړي، خو د انګلستان د کرکټ‌ بورډ دا غوښتنه رد کړې ده.

د بریتانیا د ورزش، فرهنګ او رسنۍ وزیري لیزا نندي‌ هم ویلي دي چې باید افغانستان سره لوبه وشي.

بریتانوي سیاستوال هم وايي چې په افغانستان کې طالبان د ښځو حقوقو ته درناوی نه کوي او باید د انګلستان کرکټ بورډ په دې اړه دریځ‌ ونیسي، خو د کرکټ نړیوالې شورا ویلي چې افغان لوبغاړو او کرکټ ته د ا.ا. د تګلارو له کبله سزا نه ورکوي.

د چمپینیز ټرافي لوبې د فبرورۍ په ۱۹ پيل کېږي، کوربه یې پاکستان دی او اته لوبډلې په کې برخه لري. افغانستان په کې له انګلستان، جنوبي افریقا او استرالیا سره مخاخ دی. هند پاکستان ته خپله لوبډله نه استوي او د هغه لوبې به متحدو عربو اماراتو کې کېږي.

د دغو سیالیو لپاره د افغانستان د کرکټ دملي لوبډلې اعلان شوي لوبغاړي: حشمت الله شهیدي لوبډلمشر، رحمت شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمن الله ګربز او اکرام علي خېل ویکټ ساتونکي، ابراهیم ځدراڼ، صدیق الله اتل، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، غضنفر، نور احمد، فضل الحق فاروقي، نوید ځدراڼ او فرید احمد ملک.

همدراز دروېش رسولي، بلال سمیع او ننګیال خروټي په احتیاطي لوبغاړو کې اخیستل شوي، که ضرورت شو، د لوبډلې برخه به شي.

د افغانستان لومړۍ لوبه د فبرورۍ په ۲۱ له جنوبي افریقا، دویمه یې په ۲۶ نېټه له انګلستان او درېیمه لوبه یې د فبرورۍ په ۲۸ نېټه له استرالیا سره دي. دا لومړی ځل دی چې افغانستان په دغو سیالیو کې برخه اخلي. د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام د سره اته غوره لوبډلې د چمپینز ټرافي سیالیو ته وټاکل شوې.

د بشري حقونو د څار سازمان ددې دمخه هم په ۲۰۲۳ کال جنورۍ په نیمايي کې هم د کرکټ د نړیوالې شورا څخه ورته غوښتنه کړې وه، خو دغې شورا د بشري حقونو د څار سازمان دغې غوښتنې ته لازمه پاملرنه نه وه کړې.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "بشري حقونو سازمان: د کرکټ نړیواله شورا دې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې غړیتوب وځنډوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*