
بلخ کې د ماشومانو د مړینې او له وخته مخکې د زېږون اندېښنې زیاتې شوي
د بلخ د عامې روغتیا مسوولین وایي، د روان لمریز کال په لومړیو لسو میاشتو کې له ۲۱ زرو تازه زیږیدلو ماشومانو څه باندې ۴۰۰ یې د مېندو په خېټه کې مړه شوي او ۶۰۰ نور بیا له وخت مخکې نړۍ ته راغلي دي.
د بلخ د عامې روغتیا ریاست ویاند، کمال خان ځدراڼ و ویل: «د روان کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې د زېږون په څانګه کې تر ۲۱ زرو ډېر ماشومان زېږېدلي، چې له دې ډلې ۴۲۳ تنه مړه شوي او همدارنګه ۵۸۴ نور ماشومان له وخت مخکې زېږېدلي دي.»
داکټران یې لاملونه د وینې لوړ فشار، شکر، اندېښنه او له وخته مخکې واده په ګوته کوي.
بلخ کې ډاکټر، شکرالله مرادي و ویل: «د ماشوم له وخت مخکې زېږون مهم لاملونه د مېندو د وینې لوړ فشار، رواني فشار یا اندېښنې، د مېندو له ۱۸ کلونو کم او له ۳۵ کلونو زیات عمر او همدارنګه ناسمه تغذیه ده، چې له امله یې ماشوم له وخت وړاندې نړۍ ته راځي.»
په ورته مهال، په بلخ کې یو شمېر ناروغان د ابو علي سینای حوزوي روغتون د ماشومانو د زېږون څانګه کې د روغتیایي خدماتو په وړاندې کولو کې له ستونزو سره سره خوښي څرګندوي.
ناروغ لرونکي، فقیر محمد و ویل: «شاوخوا شل ورځې کیږي چې دلته راغلی یم او ناروغ مې د ماشومانو په څانګه کې بستر دی. ډاکټران یې ښه څارنه کوي او درمل هم په وړیا ډول راکول کیږي.»
بل ناروغ لرونکي، حفیظ الله و ویل: «یو کوچنی ماشوم مې روغتون ته راوستلی. له ناروغانو سره ښه چلن کیږي او درمل او روغتیايي خدمتونه په ښه کیفیت وړاندې کیږي.»
د ابو علي سینا حوزوي روغتون د هېواد په شمال کې ستر روغتون دی چې هره ورځ پکې د زرګونه کسانو درملنه کیږي.
روغتیاپالان ټینګار کوي چې د مېندو د پوهاوي زیاتوالی، له زېږون مخکې منظمه پاملرنه او له وخت مخکې د ودونو مخنیوی له وخته وړاندې ماشومانو په زېږون او هغوي د مړینې د مخنیوي په برخه کې مهم رول لري.
لومړی نظر وکړئ on "بلخ کې د ماشومانو د مړینې او له وخته مخکې د زېږون اندېښنې زیاتې شوي"