بلخ کې له ۱۷ کلنو کم‌عمره فوټسال ملي لوبډلې ته د استعدادموندنې کمپ جوړ شوی

💬0

بلخ کې له ۱۷ کلنو کم‌عمره فوټسال ملي لوبډلې ته د استعدادموندنې کمپ جوړ شوی

د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې لومړي ځل لپاره د هېواد د شمال او شمال‌ختیځو ولایتونو د نږدې ۲۰۰ لوبغاړو په ګډون له ۱۷ کلنو کم‌عمره فوټسال ملي لوبډلې لپاره د استعداد‌موندنې کمپ جوړ شوی دی.

بلخ کې د فوټبال فدراسیون مسوولان وایي، دا پروګرام د ۱۷ کلونو څخه کم عمره لوبغاړو ترمنځ د فوټسال د استعدادونو او غوره څېرو د پېژندلو په موخه پیل شوی او ټاکل شوې ده دوه ورځې دوام وکړي.

د تنظیموونکو په وینا، د دې ډول پروګرامونو جوړول د ځوانو استعدادونو په موندلو او په هېواد کې د فوټسال د بنسټیزو ټیمونو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

په همدې حال کې، یو شمېر ګډونوال لوبغاړي د دې کمپ له جوړېدو خوښي څرګندوي او وایي چې دا ډول پروګرامونه د ځوانو استعدادونو د ودې او د فوټسال د غوره څېرو د معرفي کولو زمینه برابروي.

بلخوا، د بلخ د ورزش آمریت مسوولان هم په بېلابېلو ورزشي څانګو کې د ورزشکارانو د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر میلادي کال د افغانستان د ۱۷ کلنو څخه کم عمره فوټسال ملي لوبډلې د بحرین په سیالیو کې د تایلنډ، ایران، بحرین، اوزبېکستان او چین لوبډلو ته په ماتې ورکولو سره تاریخي بریا ترلاسه کړه او د دغو سیالیو د سرو زرو مډال یې وګاټه.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "بلخ کې له ۱۷ کلنو کم‌عمره فوټسال ملي لوبډلې ته د استعدادموندنې کمپ جوړ شوی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*