بلخ کې یوه تولیدي شرکت لندن ته ۲۱ ټنه وینځونکي توکي صادر کړي

Photo: Wanman Uthmaniiyah

بلخ کې یوه تولیدي شرکت لندن ته ۲۱ ټنه وینځونکي توکي صادر کړي

بلخ کې یوه تولیدي شرکت د لومړي ځل لپاره اروپا ته د ۲۱ ټنه صابونونو یوه کڅوړه صادر کړه.

د دغه شرکت مسوولین وایي، لندن ته یې د دغه محصول د صادرولو پنځه کلن تړون لاسلیک کړی دی. 

د خصوصي شرکت اجراییوي رییس، رسول‌داد امیني و ویل: «دا درېیمه جوپه ده چې موږ یې بهر ته صادروو. لومړۍ مو تاجیکستان او ازبیکستان ته صادرې کړي او نن مو له اسیا، اروپا ته پرمختګ وکړ او د انګلستان لندن ښار ته صادر شوې ده.»

د بلخ د صنعت او سوداګرۍ رییس په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې دغه صادرات د افغانستان د تولیدي او خصوصي سکټور د پراختیا نوی فصل بللی او د صنعتکارانو د ملاتړ ډاډ یې ورکړی دی.

د بلخ د صنعت او سوداګرۍ رییس، امیر محمد متقي و ویل: «دغه نوښتونه ښیي چې افغاني تولیدات د کیفیت له پلوه په نړۍوالو معیارونو برابر دي او بازار ته د وتلو توان لري.»

د خصوصي سکټور غړي ټینګار کوي چې افغان صنعتکاران او پانګوال باید د اقتصادي ودې او د کاري فرصتونو رامنځته کولو په موخه د صادراتو په برخه کې هڅې وکړي.

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، اسدالله اسدي و ویل: «دا چې سیاسي خپلواکي مو ترلاسه کړه نو اوس اړتیا ده چې اقتصادي خپلواکي هم ترلاسه کړو، تر هغو چې خپله اقتصادي خپلواکي ترلاسه نه کړو او د صادراتو او وارداتو توازن برابر نه کړو، خپل عزت نشو ترلاسه کولای.»

د بلخ د کانونو او صنایعو خونې رییس، امام‌الدین صنایع‌زاده و ویل: «هغه کډوال چې راځي باید ورته کاري زمینې رامنځته شي، تر کومه به نورو ته اړ یو؟»

د یادونې ده، چې دا مهال له افغانستانه کرنیز محصولات، غالۍ، دودیزې جامې، ګران بیه ډبرې او ګازي مشروبات اروپايي هېوادونو ته صادریږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "بلخ کې یوه تولیدي شرکت لندن ته ۲۱ ټنه وینځونکي توکي صادر کړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*