بلوچستان کې وسلوال بريدونه ولې زيات شوي؟

په دې وروستيو کې د پاکستان د بلوچستان ايالت په بېلا بېلو سيمو کې په وسلوالو بريدونو کې زياتوالی تر سترګو کېږي، چې يوه بېلګه يې د اګست د ۲۵مې او ۲۶مې (وږی پينځمه او شپږمه) تر منځ شپې مهال بريدونو او د وسلوالو پرضد عمليات دي چې لږ تر لږه ۶۰ کسان پکې ووژل شول.

پر دې مهال د وسلوالو تر ټولو لوی بريد د بلوچستان په پښتون مېشتې ولسوالۍ موسی خېل کې وشو چې ۲۳ کسان پکې ووژل شول. د هغې ولسوالۍ انتظامي مشر نجیب الله رسنیو ته ویلي چې وسلوالو د اګست ۲۵ او ۲۶ ترمنځ شپې مهال د موسی خېلو په راړېشم سیمه کې د بلوچستان او پنجاب ترمنځ غځېدلې لویه لاره نيولې وه او هلته يې له موټرانو څخه ۲۳ کسان تر کښته کېدو وروسته په ‌مرميو ووژل چې زياتره يې د پنجاب ول.

د چارواکو په وينا، پر دې سربېره په هغه شپه ۱۰ کسان په قلات او شپږ کسان په بولان ولسواليو کې وژل شوي ول.

د هغو بريدونو مسوليت بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې “بلوچستان لیبرېشن ارمي (بي اېل اې)” منلی دی. بي اېل اې د اګست پر ۲۶مه په یو بیان کې ویلي چې د بلوچستان ټولې لویې لارې يې په “واک” کې دي.

بل پلو د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې د اګست پر ۲۶مه (وږی ۵) په خبرپاڼه کې ليکلي چې د يکشنبې او دوشنبې تر منځ شپې مهال له وسلوالو سره د نښتې پر مهال د پوځ ۱۰ سرتېري او د قانون پلي کوونکو ادارو څلور غړي ووژل شول. خبرپاڼه کې ادعا شوې چې پر دې مهال ۲۱ وسلوال هم ووژل شول. خپلواکه سرچينو تر اوسه د دې ادعا پخلی نه دی کړی.

په بلوچستان کې کلونه وروسته بلوڅ بېلتون غوښتونکو په بېلا بېلو سيمو کې هممهاله داسې بريدونه کړي چې ساری يې ډېر کم موندل کېږي.

په کوټه کې د سيمه ييزو چارو پوه سيد علي شاه امريکا غږ اشنا ته وويل چې که د سږ کال ( ۲۰۲۴) بریدونه له پخوانيو هغو سره پرتله کړل شي نو کچه يې له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۰ کال پورې شويو بريدونو هغومره ده.

نوموړی زياتوي: “هغه مهال بلوڅ وسلوالو توان درلود او ډېر زیات بریدونه به یې کول. هغه وخت به وسلوالو امنیتي ادارې، دولتي جوړښتونه لکه برېښنا، غاز او پلونه په نښه کول. هدفي وژنې، تښتونې او بمي چاودنې په هغه کلونو کې هم وې، خو له تېرو دوو میاشتو راهیسې د بلوڅانو په بریدونه کې زیاتوالی راغلی دی.”

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې له کلونو راهيسې بلوڅ بېلتون غوښتونکي فعاليت کوي او هغوی له پاکستانه پر خپلو وسايلو د واک او د صوبې د خپلواکۍ غوښتنه کوي. دا چې اوږده موده وروسته د دا ډول خونړيو بريدونو توان او قوت هغوی څنګه پيدا کړ، د سیمه ییزو چارو پوه سید علي شاه د هغوی د ستراتيژۍ په اړه وايي: “د بلوڅانو ستراتیژي دا ده چې یو کال او دوه دوی غلي‌ شي، خو بیا وروسته ډېر غټ برید وکړي. لکه ډېر وخت خاموشي وه، خو بیا په تېرو وختونو کې دوی د کراچۍ د ونډو بازار، پرل کانټینېنټل هوټل او د چین کونسلګري غوندې مهم ځایونه په نښه کړي دي.”

نوموړی زیاتوي، که د بلوڅو وسلوالو مخکیني او اوسني بریدونه سره پرتله کړل شي نو هغه وخت به يې بریدونه لوی ول خو د تلفاتو کچه به یې کمه وه خو د هغه په وينا، اوس یې بریدونه هم لوی دي او تلفات یې هم زیات دي.

هغه وسلوالې ډلې وخت ناوخته د پاکستان پر امنيتي سرتېرو، دولتي چارواکو او داراز، د چین-پاکستان اقتصادي لارې د پروژو پر چینايي کارکوونکو او نورو چینايي وګړو د حملو ذمه وارۍ هم مني.

بلوڅ بېلتونپالې ډلې تور پورې کوی چې چينايان د پاکستان حکومت په مرسته د بلوچستان پر وسايلو د قبضې هڅې کوي نو ځکه ورباندې حملې کوي.

بیجنګ د چین – پاکستان اقتصادي لارو د پروژو په ترڅ کې په بلوچستان کې د ګوادر بندر ترڅنګ د پاکستان په مختلف سيمو کې د اربونو ډالرو پانګونه کړې ده.

د پاکستان پوځ او نیمه پوځي ځواکونو سرتېري له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې په بلوچستان کې ځای پر ځای دي او هلته یې د وسلوالو ډلو پرضد اقداماتو ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان تر جوړېدو وروسته په تېرو ۷۴ کلونو کې یوشمېر بلوڅ ډلو په مختلفو وختونو کې پینځه ځلې د دولت پرضد وسله پورته کړې ده چې په غبرګون کې يې هر وار حکومت پوځي عملیات کړي دي.

په کوټه کې د سياسي چارو شنونکی شهزاده ذوالفقار امريکا غږ اشنا ته وويل چې بلوڅ وسلوال له پاکستانه “ازادي” غواړي چې له دې لارې هغوی پر خپلو وسايلو او شتمنيو کنټرول تر لاسه کړي، نو ځکه يې وسله راخيستې ده. نوموړی زياتوي: “بل خوا بلوڅ ملتپاله سياستوال او ګوندونه دريځ لري چې موږ د پارلماني مبارزې له لارې غواړو چې روزګار ونه تر لاسه کړو او په وسايلو کې د ځايي خلکو ونډه وي، او په نورو ايالتونو کې د بلوڅانو ګټې خوندې کړل شي.”

که څه هم بلوچستان زيات معدن او طبیعي زېرمې لري خو د پاکستان د نورو ايالتونو پرتله تر ټولو وروسته پاته دی. د ازادۍ او پر وسايلو د کنټرول لپاره د بلوڅانو وسلوالو ډلو له کلونو راهيسې په بېلا بېلو نومونو خپلو بريدونو ته دوام ورکړی دی.

دا چې د پاکستان امنیتي ځواکونه ولې نه دي بريالي شوي چې په بلوچستان کې د هغوی د بريدونو مخه ونيسي؟ د سيمه ييزو چارو شنونکی سید علي شاه وايي چې بلوچستان د رقبې له پلوه ډېر پراخ ایالت دی نو د پاکستان د امنیتي ځواکونو لپاره دا ډېر ګران کار دی چې دومره پراخ ایالت کنټرول او خوندي کړي.

بلوچستان د رقبې له پلوه د پاکستان تر ټولو لوی ايالت دی چې ۳۴۷ زره او ۱۹۰ کیلو متره ساحه احتوا کوي. بل خوا د دې ايالت نفوس د پاکستان په ۲۴۱ مېليونه نفوس کې تر ټولو کم دی چې څه کم ۱۵ مېليونه کېږي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د بلوڅو وسلوالو تازه بریدونه “پلان شوي” بللي چې موخه یې د نوموړي په خبره، په پاکستان کې “د بې نظمۍ رامنځته کول” دي.

بل خوا د بلوچستان اعلا وزير سرفراز بګټي د اګست پر ۲۶مه په کوټه کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال تازه بريدونه د ترهګرۍ پېښې بللې دي او زياته کړې يې ده چې بريدګر، د هغوی همکاران او د هغوی خواخوږي به خپل “انجام” ته رسوي. نوموړي په ډاګه کړه چې د خپلو ځواکونو ظرفيت به لوړوي او د يوې “ننګونې” په توګه به د ترهګرۍ “خاتمه” کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "بلوچستان کې وسلوال بريدونه ولې زيات شوي؟"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*