د یوې بنګله دیشۍ د ژوند کیسه چې ۳۶ کاله یې افغانستان کې تیر کړي

بنګله دیشۍ

صوفیې بي‌بي یوې بنګله دیشۍ په افغانستان کې ۳۶ کاله تیر کړي او هیله لري چې یو ځل خپل هېواد ته ستنه شي او له خپلو عزیزانو سره یو ځای شي.

صوفیه د افغانستان په غزني ولایت کې د خپل مېړه عبدالحبیب سره اوسیږي.

وايي، د بنګله دیش د مرکز ډاکې څخه ده، په لومړي ځل په کم عمرۍ کې واده شوه او مېړه یې د ناروغۍ په وجه مړ شو. نو د صوفیې په خبره، د خسرګنۍ د کورنۍ ځینو غړو مجبوره کړه چې بل واده وکړي او یا د پلار کور ته لاړه شي.

صوفیه وايي، د خسرګنۍ دا غوښتنې یې ځکه و نه منلې چې دوه زامن ورته پاتې وو.

له ډاکې تر غزني سفر

د صوفیې بی‌بي خپلوانو هغه د انساني قاچاقبرو په وسیله د پاکستان کراچۍ ته یوړه او د ۳۰ زره پاکستانيو کلدارو په بدل کې یې عبد الحبیب ته په نکاح کړه.

صوفیې ته اوس په غزني کې خپله کورنۍ سلطان بي‌بي وايي.

هغې وویل: “خواښې مې نشو کولای زما نوم زده کړي. ځکه یې راته د سطان بي‌بي نوم انتخاب کړ. اوس راته ټول سلطان بي‌بي وايي.”

د بنګله دېش د ډاکې صوفیه له خپل زوی سره غږېږي، هغه زوی چې خپله مور یې په پنځه کلنۍ کې د اخر ځل لپاره لیدلې وه.
د بنګله دېش د ډاکې صوفیه له خپل زوی سره غږېږي، هغه زوی چې خپله مور یې په پنځه کلنۍ کې د اخر ځل لپاره لیدلې وه.

سلطان بي بي کلونه کلونه، ډاکې ته د خطونو په لېږلو، اعلانونو او پوښتنو ستړې شوه، مګر دوه کاله مخکې یې یو چا عکس په فیسبوک کې خپور کړ چې له دې لارې د صوفیې زوی ذاکر حسین چې په سعودي عربستان کې ژوند کوي پیدا شو.

ذاکر حسین اوس یو څلوېښت کلن دی.

هغه که څه هم په بنګله دیش کې د خپلو عزیزانو د لیدلو هیله لري خو افغانستان خپل اصلي کور بولي: “که خدای کول او ژوندۍ وم، بې له شکه بیرته خپل کور ته راستنیږم. دا کور نه خوشې کوم. ځکه دلته مې یو عمر ژوند کړی. یوازې د خپلې کورنۍ لیدلو ته ځم.”

دا عمر خوړلې مېرمن په غزني کې د خپلې کورنۍ د پالنې لپاره د کور په یو کونج کې وړوکی دکان هم لري او وایي ژوند یې تېرېږي او هېله لري له دې لارې د ټکټ پیسې پیدا کړي او د خپلو خپلوانو لیدو ته لاړه شي.

د صوفیې بي‌بي مېړه عبدالحبیب
د صوفیې بي‌بي مېړه عبدالحبیب

د هغې مېړه عبد الحبیب وویل: “هغه هیله لري چې خپل وطن ته لاړه شي. ویزې اوس بندې دي. دوه ځله مې ورته پاسپورټ واخیست. که قسمت و، د خپلو خپلوانو لیدلو ته به لاړه شي.”

صوفیه بي‌بي وايي د مشر زوی په ګډون یې ګڼ خپلوان مړه شوي، خو دا یې ارمان دی چې یو ځل خپل د خاپوړو په وطن کې وګرځي او د زوی، خور او يوازیني ژوندي پاتې ورور دیدن یې نصیب شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د یوې بنګله دیشۍ د ژوند کیسه چې ۳۶ کاله یې افغانستان کې تیر کړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*