بڼوال کابل کې د تازه مېوې بازار له نشتوالي او ټيټې بیې شکایت کوي

3
2

بڼوال کابل کې د تازه مېوې بازار له نشتوالي او ټيټې بیې شکایت کوي

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د تازه مېوو د حاصلاتو د راټولولو موسم پیل شوی، خو یو شمېر بڼوال چې خپل محصولات یې د پلور لپاره د کابل بازارونو ته راوړي، د مناسب بازار له نشتوالي او د محصولاتو له ټیټو بیو  شکایت لري.
  
دوی وايي، که څه هم چې د کرنیزو محصولاتو تولید زیات شوی، خو د دغو محصولاتو بیې راټیټې شوې او پلور یې هم کم دی.

یو بڼوال، نثار احمد وايي: « پخوا او په تېر کلونو کې چې به مڼه راوړله، تر ۲۵۰ افغانۍ پلورل کېده خو اوس تر ۱۲۰ افغانۍ پورې رارسېږي، ډېره کمه شوې ده. زه دلته د کرایې لپاره راغلی یم او په هر من کې چې ما ۱۱۰ تر ۱۲۰ افغانۍ اخیستي، ۲۰ تر ۳۰ افغانۍ زیان کوم.»

 یو بڼوال، سید جمال په دې اړه داسې وايي: «موږ هڅه کوو چې سړې خونې ولرو څو دغه مڼې پکې وساتو تر څو بیا په ښه بېه و پلورل شي.»

دوی له اسلامي امارته د بازارونو، معیاري سړو خونو د جوړولو او بهر ته د تازه میوو د صادراتو لپاره د فرصتونو برابرولو لپاره د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

یو بل بڼوال، ناظر هم وايي: « موږ یو من انګور سل افغانۍ پلورو، په دې کې یو من انګور ۸۰ افغانۍ مصرف کیږي تر څو بورۍ کې یې ځای پر ځای کړو او ان اوبه هم اخلو. که پاکستان ته ولاړ شي او تعرفه کم شي، ګټه به وکړو، اوس خو ګټه نشته.»
 
شاه محمود چې یو بل بڼوال دی، هم یې و ویل: « یو من انګور سل افغانۍ مصرف کیږي، هماغه سل افغانۍ هم پوره نه کیږي. ان په یوه تاک انګور کې څلور زره مصرفیږي او یوه بیل دار تر ۴۰۰ یا ۵۰۰ افغانۍ اخلي، دا چیرته پوره کیږي؟ د ځینو بڼوالو او کروندګرو زړه تور شوی دی.»

بلخوا، د کرنې او مالدارۍ خونه د افغانستان د مېوو او کرنیزو محصولاتو پر لوړ کیفیت په ټینګار سره، د پلور بازارونو د رامنځته کېدو، د سړو خونو او د پروسس د فابریکو د جوړېدو او په دولتي ادارو کې د کورنیو محصولاتو د استفادې غوښتنه کوي.

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال، میرویس حاجي زاده بیا په دې اړه داسې وايي: « افغانستان د لګښت پرتله څو برابره تولید لري. په لومړي ګام کې باید زموږ صادراتي اړیکې زیاتې شي او دویمه دا چې په پروسس، بسته بندي، زراعتي کمپلکسونو او معیاري سړو خونو کار وشي او حکومت دې ځمکې خصوصي سکټور ته وسپاري تر څو خصوصي سکټور پکې پانګونه وکړي»

بل پلو، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د پانګوالو په همکارۍ یې د تازه مېوو د صادراتو او کورنیو بازارونو د رامنځته کولو لپاره هڅې پیل کړې دي.  
دغه وزارت له خلکو هم غواړي چې د کورنیو تولیداتو په کارولو سره د کروندګرو ملاتړ وکړي.  

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند، غلام‌محمد کاظم شهامت خپل نظر دا ډول څرګندوي: « د کرنې وزارت هڅه کوي چې د کورنیو پانګوالو سره په همکارۍ د دې محصولاتو د زیات صادراتو زمینه برابره کړي، تر څو کروندګر د خپلو محصولاتو له پلورلو زیات عواید ترلاسه کړي.»

د بازارموندنې لپاره د مشخصې تګلارې نشتوالی، د پروسس د مرکزونو نشتوالی، د بسته‌بندۍ او صادراتي اسانتیاوو نشتوالی هغه لوی عوامل بلل کېږي چې د بیو د ټېټېدو او د کروندګرو د زیانمنېدو لامل شوي دي.

منبع

1 Comment on "بڼوال کابل کې د تازه مېوې بازار له نشتوالي او ټيټې بیې شکایت کوي"

  1. متاسفانه میوه جات افغانستان در اسر مشکلات نبود امکانات ونبود تلاش بیشتر جهت نگهداری ان با امکانات پیشرفته اکسرن خراب وپیش از وقت خراب میشود

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*