بې پولې ډاکتران: افغانان د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي

بې پولې ډاکترانو د یوه راپور په خپرولو سره په افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو د وضعیت تت انځور وړاندې کړی دی.
د دغه راپور له مخې، د خوارځواکۍ لاملونه لا هم پر خپل ځای پاتې دي او خلک لومړنیو بېړنیو روغتیایي خدمتونو د تر لاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي.

د بې پولې ډاکترانو په راپور کې راغلي، په افغانستان کې د خلکو ویجاړ اقتصادي حالت د دې ښکارندويي کوي چې تر دې وړاندې هغوی کولای شوای د خپلو ناروغانو درملنه په شخصي کتنځایونو کې هم ترسره کړي؛ خو دمګړۍ دغه خلک هغو روغتیايی مرستو ته سترګې په لار پاتې دي، چې د نړۍوالې ټولنې له‌خوا یې ملاتړ کېږي.
په راپور کې دا شان راغلي، چې ډېر خلک یا خو روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی نه لري او یا هم هغوی اړ شوي چې ډېر اوږده واټنونه ووهي او په ډېر لګښت سره ځانونه تر روغتیايي مرکزونو ورسوي.
دغه سازمان د هرات، کندهار او هلمند په ولایتونو کې د سختې خوارځواکۍ سره د مبارزې په کار کې غواړي په هغو مرکزونو کې اسانتیاوې نورې هم زیاتې کړي، چې دوی ورسره مرسته کوي.
بې پولې ډاکترانو په خپل راپور کې دا هم ویلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې یې د یادو ولایتونو د هغو ۱۰ زره او ۴۰۰ ماشومانو درملنه کړې چې عمرونه یې له پنځو کالو کم وو.
د دغه راپور له مخې، د روان زېږدیز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په خوارځواکۍ د اخته دوه زره ۴۱۶ ماشومانو شمېر ښيي چې د تېر کال په همدې موده کې د ناروغو ماشومانو شمېر پنځه سلنه زیات شوی دی.چ
د روغتیا دغه مرستندویه بنسټ وايي، چې د دوی روغتیايي ډلو تېر کال په خوارځواکۍ د اخته شپږ زره او ۹۰۰ ماشومانو نومونه په خپلو لنډمهاله مرکزونو کې ثبت کړي وو.
د راپور لیکونکو ویلي، چې د خوارځواکو ماشومانو پلرونو او مېندو دوی ته ویلي چې دوی د خپلې کورنۍ د غړو لپاره د خوړو پیدا کولو لپاره سختې هلې ځلې کوي؛ خو وايي چې دوی دمګړۍ پیسې نه لري.
همدارنګه شېدې ورکوونکو مېندو ویلي، چې کافي خوړو ته د نه لاسرسي له امله نه شي کولای خپلو نویو زېږېدلو ماشومانو ته کافي شېدې ورکړي چې په دې توګه دغه څه د ماشومانو په روعتیا منفي اغېزې کوي.
بې پولې ډاکترانو په خپل راپور کې د یوې مور له خولې لیکلي:« زوی مې چې وزېږید نو قوي و؛ خو ما شیدې نه لرلې؛ ما هغه ته د وچو شیدو په ورکولو پیل وکړ، چې له امله یې هغه ناروغه شو.»
دغه سازمان په خپل انځوریز راپور کې چې په خپل روغتون کې یې د ماشومانو د وضعیت په اړه خپور کړی، په افغانستان کې د ا.ا.د واکمنۍ پر مهال د ماشومانو او نویو زېږیدلو ماشومانو دردوونکی حالت بیانوي.
په دغه راپور کې ښودل کېږي، چې د هرات په یو روغتیایي مرکز کې یو ماشوم په کمبله کې پروت دی، هغه نلکه چې د ده د پوزې پر سر لګول شوې له هغې لارې شیدې د هغه ستوني ته تېریږي.
د دغه راپور پر بنسټ، څو تنه نور ماشومان هم په دغه خونه کې د ورته حالت سره مخامخ دي.

په دغه مرکز کې په خوارځواکۍ اخته ماشومان بستري کېږي؛ خو د زیاتو ماشومانو د درملنې لپاره ځای او چپرکټونه نه لري.
بې پولې ډاکترانو ویلي، چې نور روغتیايي مرکزونه او دولتي روغتونونه چې دوی یې ملاتړ کوي له ورته وضیعت سره مخامخ دي.
له هغه وروسته چې د ۱۴۰۰ کال په دوبي کې ا.ا.واک تر لاسه کړ، نړۍوالې مرستې او د دغو بنسټونو فعالیتونه راکم شول او دغه وسله‌واله ډله هم د دغې تشې د ډکولو لپاره ځانګړې تګلاره نه لري.
په همدې حال کې د افغانستان اقتصادي حالت هم په تېرو درېیو کالو کې خراب شوی، لوږه او وزګارتیا ډېره شوې او د خلکو عایداتي سرچېنې هم کمې شوې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "بې پولې ډاکتران: افغانان د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*