
په غزني کې سخت بارانونه؛ تاریخي اثارو ته زیان او د کورونو ویجاړېدل
د غزني سیمه ییز چارواکي وايي چې د وروستیو سختو بارانونو له امله په دې ولایت کې شاوخوا لس تاریخي اثار سخت زیانمن شوي دي.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست مشر وايي چې بارانونو په دې ولایت کې شاوخوا لس لرغوني اثار په جزوي ډول ویجاړ کړي او نورو ته یې د زیان رسولو خطر زیات کړی دی.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست مشر حمیدالله نثار طلوع نیوز ته وویل: “له بده مرغه، په غزني ولایت کې ځینې تاریخي اثار او یو شمیر نور ځایونه زیانمن شوي دي. له دې څخه، د زاړه ښار یوه برخه، چې شاوخوا 30 متره اوږده ده، نړېدلې او د استوګنې کورونو دیوالونه هم ویجاړ شوي دي. ځینې تاریخي اثار، لکه د ارباب صاحب زیارت او نور زیارتونه چې مخکې ترمیم ته اړتیا درلوده، هم په جزوي ډول زیانمن شوي دي.”
د تاریخي اثارو د ویجاړولو سربیره، پرله پسې بارانونو د غزني د تاریخي کلا او زاړه ښار دننه لسګونه کورونه هم ویجاړ کړي دي.
“کورونه له ډبرو او خټو څخه جوړ شوي دي، او دلته تاریخي برجونه هم شته چې زیانمن شوي دي. ځینې برجونه نړیدلي او یو شمیر تاریخي ځایونه ویجاړ شوي دي. په زاړه ښار کې، ۱۸ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۲۲ نور یې د ۵۰ یا ۶۰ سلنې پورې ویجاړ شوي دي،” د زاړه ښار یو بل اوسیدونکی ذبیح الله وویل.
“زه تیره شپه په کور کې پاتې نشوم او موږ د کور د نړیدو له ویرې وتښتیدو. زموږ د ژوند شرایط خورا خراب شوي دي،” د زاړه ښار یو بل اوسیدونکی نور آغا زیاته کړه.
په ورته وخت کې، ځایی اوسیدونکي د اړوندو چارواکو او مرستندویه ادارو څخه غوښتنه کوي چې د ویجاړ شوي تاریخي اثارو د بیارغونې او اغیزمنو کورنیو سره د مرستې لپاره اقدام وکړي.
“غزني د خپلو لرغونو ځایونو له امله یو مشهور ولایت دی، او دا ځایونه باید خوندي شي،” مجاهد، د غزني یو اوسیدونکی وویل.
عارفه، چې د قربانیانو څخه ده، هم وویل: “زموږ کورونه نړیدلي دي او موږ له ادارو څخه غواړو چې د خدای لپاره زموږ سره مرسته وکړي، ځکه چې موږ نور سرپناه نه لرو.”
له بلې خوا، د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي چې د تاریخي اثارو د زیان په اړه یې رسمي راپور د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته لیږلی او هیله لري چې د بیارغونې کار به ډېر ژر پیل شي.
لومړی نظر وکړئ on "په غزني کې سخت بارانونه؛ تاریخي اثارو ته زیان او د کورونو ویجاړېدل"