
تازه راستانه شوي د ژمي په سړه هوا کې د لومړنیو اسانتیاو له نشتون شکایت کوي
له ایران او پاکستانه یو شمېر تازه راستانه شوي افغانان چې بلخ کې په یوه لنډمهالي پنډغالي کې مېشت دي، د مناسبې سرپناه له نشتوالي شکایت کوي او وایي، د ژمي د سړې هوا له امله د ماشومانو مقاومت له منځه تللې او پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.
تازه را ایستل شوي، صفرمحمد و ویل: «موږ ۴۵ کاله په کویټه کې ژوند وکړ. ټوله شتمنۍ او پیسې مو له لاسه ورکړې، باید له موږ سره مرسته وشي.»
صفر محمد، چې له پاکستانه را اېستل شوی، وايي د سرپناه د نشتوالي له امله شاوخوا شل ورځې کیږي چې د ژمي سړې شپې له خپلو وړو ماشومانو سره په خېمو کې تېروي.
هغه طلوعنیوز ته زیاته کړه: «زموږ ماشومان ناروغه شوي، هره ورځ ډاکټر ته ورځو. د را اوښتو پر مهال موږ ته ۱۵ زره افغانۍ راکړل شوې چې ټولې مصرف شوې. اوس نه د خوراکي توکو لپاره څه لرو، نه د سون توکو لپاره، شپه او ورځ مو په خېمه او کانټینر کې تیروو.»
یوازې صفرمحمد نه؛ بلکې لسګونه نورې کورنۍ هم په دې پنډغالي کې د خوړو د کمښت، د مناسبې سرپناه، تودو جامو او روغتیایي خدمتونو له نشتوالي سره مخ دي.
را ایستل شوې کورنۍ وايي، که څه هم خپل وطن ته ستنېدل ورته د ویاړ ځای دی، خو له حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې د ژمي په سړه هوا کې ورسره بېړنۍ مرستې وکړي.
تازه راستون شوي، نعیم و ویل: «دولت باید له موږ سره مرسته وکړي او لاسنیوی مو وکړي. هېڅوک له موږ سره مرسته نه کوي، نه مو څوک پېژني چې ځای راکړي. حتی خلک خپل کورونه هم موږ ته په کرايه نه راکوي.»
بل راستون شوي، ابراهیم و ویل: «څه مو چې له ځان سره راوړي و، ټول خلاص شول. هېڅ کومه اداره زموږ پوښتنه نه کوي. هوا ډېره سړه ده، باید له موږ سره مرسته وشي.»
له بلې خوا، د بلخ د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین د راستنو شویو ستونزې تاییدوي او ډاډ ورکوي چې د حل لپاره یې هڅې روانې دي.
د بلخ د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس، مولوي اسدالله وفا و ویل: «موږ د ولایت له مقام سره په دې اړه غونډه درلوده، یوه کمېټه ټاکل شوې او پرېکړه شوې چې د ډبرو سکرو د پلورونکو اتحادیې او خیریه بنسټونو سره خبرې وشي، څو مواد راټول شي او دغه بېړني وضعیت کې له دوی سره مرسته وشي.»
د بلخ د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د مالوماتو له مخې، د روان لمریز کال له پیل راهیسې نږدې ۲۱ زره کډوالې کورنۍ دغه ولایت ته راستنې شوې دي.
لومړی نظر وکړئ on "تازه راستانه شوي د ژمي په سړه هوا کې د لومړنیو اسانتیاو له نشتون شکایت کوي"