‘تحقیر شوی’ مسلک؛ افغان خبریالان د ا.ا. له زیاتېدونکي ناوړه چلند څخه شکایت کوي

Loading

په افغانستان کې د ا.ا. د بیاواکمن کېدو راهیسې افغان ژورنالستانو د سلګونو داسې پېښو راپور ورکړی چې د حکومتي چارواکو له خوا خبریالان نیول شوي، شکنجه شوي او کار یې سانسور شوی دی.

خبریالان وايي زیاتره وخت د وسله والو بریدونو او ښځو سره د ناوړه چلند په اړه د راپور جوړولو له کبله نیول شوي او کله ناکله د اسلامي دولت (داعش) د وسله والو سره په یوه کوټه کې قید شوي دي.

د افغانستان په شمال کې یو خبریال چې تازه نیول شوی او وهل ټکول شوی، وايي: “بل هیڅ مسلک په دې اندازه ندی تحقیر شوی.”

دغه خبریال چې د امنیتي اندېښنو په وجه د خپل نوم ښودل نه غواړي، فرانس پرس ته وویل: “زه او ملګري مې نور نه غواړو چې په دې مسلک کې کار ته ادامه ورکړو. هره ورځ نوي محدودیتونه اعلانیږي. که موږ بریدونه او یا د ښځو اړوند موضوعګانو ته پوښښ ورکړو د تلیفوني خبرداریو، تعقیب او یا زندان سره مخامخ کیږو.”

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په هکله پخپل کلني راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال راهېسې په افغانستان کې تقریبا ۸۰۰۰ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو دندې پرېښي او یا بې کاره شوي دي. تر طالبانو مخکې ۱۲۰۰۰ کسانو په دغې برخې کې کار کاوه. راپور همدغه راز ویلي وو چې له ۸۰ فیصدو څخه زیاتو ښځینه خبریالانو هم خپلې دندې پرېښي.

د افغانستان د خبریالانو د اتحادیې یو مسئول سمیع الله (مستعار نوم) وویل: “د سقوط راهیسې موږ د خبریالانو سره د ناوړه چلند ۴۵۰ قضیې ثبت کړي دي. په دې کې د نیول کېدلو، په خپل سر بندي کېدلو او فزیکي شکنجې قضیې شاملې دي.”

د ا.ا. مسئولینو ددغو راپورونو په اړه د فرانس پرس پوښتنو ته ځواب ندی ورکړی.

خو د ا.ا. د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت مرستیال حیات الله مهاجر فراهي تازه په یو بیان کې ویلي چې رسنۍ په دې شرط په افغانستان کې د فعالیت اجازه لري چې “اسلامي ارزښتونو، د هېواد سترو ګټو، کلتور او عنعناتو ته” درناوی وکړي.

د رسنیو لپاره نوي قوانین او مقررات

د سپتمبر په میاشت کې د ا.ا. حکومت رسنۍ له ژوندیو سیاسي خپرونو څخه منع کړې.

د رسنیو مسئولین وايي، په سیاسي خپرونو باندې د نويو محدودیتونو له مخې، د خپرونو مېلمانه باید د ا.ا. لخوا د تائید شویو کسانو څخه انتخاب شي، په بحثونو کې پر حکومت باندې له نیوکو څخه ډډه وشي، خپرونې له خپرېدو وړاندې وکتل شي او “کمزوري ټکي” ورڅخه لیرې کړل شي.

د ملي راډیو او تلویزیون یو کارکوونکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې په دغه اداره کې ښځینه ژورنالستانو ته د کار کولو اجازه نه ورکول کیږي.

په جنوب لویدیځ هلمند ولایت کې په راډیو او تلویزیون کې د ښځو د غږ په خپرېدو بندیز لګول شوی دی. په ټولنیزو شبکو کې خبریالان څارل کیږي او په رسنیو کې خودسانسوري حاکمه شوې ده.

په لندن کې میشت د “افغانستان انټرنیشنل” تلویزیوني چینل د سپتمبر په میاشت کې وویل چې فریکونسۍ یې په افغانستان کې بندې شوي دي.

د امربالمعروف او نهي عن المنکر د نوي قانون پلې کېدو هم افغان خبریالان اندېښمن کړي دي. په دغه قانون کې د ژوندیو موجوداتو تصویر اخیستل او په عام محضر کې د ښځو په لوړ غږ غږېدل منع شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو د اتحادیې سمیع الله وايي، که څه هم چارواکو “موږ ته ډاډ راکړی چې دا [قانون] به د ژورنالستانو پر کار اغېز نلري، خو موږ وینو چې په کار باندې عملاً اغېز کوي.”

‘یوازې، لار ورکي او بې دفاع’ خبریالان

مینه اکبري د خورشید تلویزیون سره د خبریالې په توګه کار کاوه، خو په ۲۰۲۱ کې “د ګڼو امنیتي ګواښونو” له کبله د سلګونو نورو افغان خبریالانو په څېر د هېواد پرېښودو ته مجبوره شوه.

هغه وايي، اوس هم په ټولنیزو شبکو کې د مرګ ګواښونه ترلاسه کوي.

افغان الاصله فرانسي ژورنالست مرتضی بهبودي چې په ۲۰۲۳ کې د “جاسوسۍ” په تور په کابل کې نیول شوی و، ويلي چې د ۱۰ میاشتو زندان په ترڅ کې په مکرر ډول شکنجه شوی دی.

په لسګونو افغانې رسنۍ د اقتصادي ستونزو له کبله تړل شوي او افغانستان د بیان د ازادۍ په نړیواله درجه بندۍ کې له ۱۲۲ څخه ۱۷۸م مقام ته لوېدلی دی.

په افغانستان کې د رسنیو کارکوونکو د بې پولې خبریالانو سازمان ته ویلي چې دوی د داعش د نیول شویو وسله والو سره په یوه کوټه کې قید شوي دي. خو دغه سازمان ویلي چې خبریالان د ډیر وخت لپاره په قید کې ندي پاتې شوي.

د بې پولې خبریالانو د جنوبي اسیا د څانګې مسئولې سیلیا مرسیر وویل: “دوی د ویرې د خپرولو لپاره له ژورنالستانو څخه د زندانونو ډکولو ته اړتیا نلري. د څو ورځو لپاره په زندان کې د خبریالانو اچول، هغوی په ذهني لحاظ ځپي او له داسې یوې پیښې وروسته د هېواد د پرېښودو هڅه کوي.”

د ا.ا. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي چې د رسنیو د کار د تنظیمولو په خاطر یو بل قانون هم د جوړېدو په حال کې دی.

سمیع الله وايي، “خبریالان ډیر وېرېدلي او د یوازېتوب، لار ورکۍ او بې دفاعۍ احساس کوي.”

منبع

لومړی نظر وکړئ on "‘تحقیر شوی’ مسلک؛ افغان خبریالان د ا.ا. له زیاتېدونکي ناوړه چلند څخه شکایت کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*