تخار کې د اوبو د یوه بند او دوو کانالونو د جوړولو چارې پيل شوې

تخار کې د اوبو د یوه بند او دوو کانالونو د جوړولو چارې پيل شوې

تخار کې د اوبو  او انرژۍ وزارت له لوري د اوبو د یوه بند د جوړولو چارې پیل شوې.

په دغه بند کې دوه کانالونه هم شامل دي.

د پنج امو حوزې عمومي رییس وايي، دغه دوه کانالونه چې هر یو یې له ۵۰ تر ۲۲۰ کیلومتره اوږدوالی لري، له ګټې اخیستنې وروسته به په تخار او کندز ولایتونو کې نږدې ۱۳۲ هکټاره ځمکه خړوبه کړي.

نوموړی زیاتوي چې د دغه بند په جوړېدو سره به د ۴۳ میګاواټه برېښنا د تولید زمینه هم برابره شي.

د پنج‌ امو د سیندیزې حوزې عمومی رییس، حکمت الله و ویل: «دا بند ۳۸ متره لوړوالی لري او دوه کاناله لري، یو چپ کانال او بل ښی کانال. ښی کانال یې ۵۷ کیلومتره اوږدوالی لري او د دشت‌قلعه، بهاوالدین او د ینګي‌قلعه یوه برخه تر پوښښ لاندې راولي.»

د تخار او کندوز اوسېدونکي چې د دې بند جوړېدل د اوږدې مودې هیله او جدي اړتیا ګڼي، هیله من دي چې ګټې اخیستنې ته یې د دغه بند سپارل د اوبو او برېښنا د کمښت او د کرنیزو ستونزو لویه برخه حل کړي. 
د تخار اوسېدونکي، محراب‌الدین و ویل: «زموږ پخوانۍ هیله دا وه چې د کوکچې بند جوړ شي څو خلک برېښنا ته لاسرسی ومومي. همداراز، د کانالونو په جوړېدو به للمي ځمکې خړوبې شي.»

د تخار بل اوسېدونکي، خوش‌محمد و ویل: «له پخوا ویل کېدل چې د کوکچې بند به پرانیستل شي، نن خوښ یو چې دا بند د اسلامي امارت لخوا پرانیستل شو. زموږ للمي ځمکې به خړوبې شي او د خلکو لپاره به د کرنې په برخه کې د کار فرصتونه برابر شي. که دا بند برېښنا تولید کړي، د پروژو او ځوانانو لپاره به د کار زمینه برابره شي.»

تخار او کندز د هېواد په شمال ختیځ کې له مهمو کرنیزو ولایتونو دي؛ خو د دغو دواړو ولایتونو اوسېدونکي له کلونو راهیسې د کرنې لپاره د اوبو د کمښت او د برېښنا د نشتوالي له ستونزو سره مخ دي. اوس دوی هیله لري چې د دې پروژې په ګټې اخیستنې سره به یې هغه ستونزې حل شي چې له اوږدې مودې راهیسې ورسره مخ وو.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "تخار کې د اوبو د یوه بند او دوو کانالونو د جوړولو چارې پيل شوې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*