تخار کې د شخړې وروستي جزیات؛ څلور تنه وژل شوي او پنځه ټپیان دي

منبع

تخار کې د شخړې وروستي جزیات؛ څلور تنه وژل شوي او پنځه ټپیان دي

د تخار ولایت چاه‌اب ولسوالۍ کې د سرو زرو د کانونو فضا له نږدې یوې اونۍ راهیسې د تاوتریخوالي او نښتو په ډګر بدله شوې ده.

دا تاوتریخوالی د سیمې د اوسېدونکو او د کانونو د استخراج د یوه قراردادي شرکت ترمنځ پېښ شوی.

دې  نښتو کې د سیمې درې اوسېدونکي او د شرکت یو کارکوونکی وژل شوي او پنځه نور کسان ټپیان شوي دي.

 کورنیو چارو وزارت وایي، د قتل په تور شکمن کسان چې د شرکت یو امنیتي کارکوونکی او د سیمې یو اوسېدونکی شامل دي، د پولیسو له لوري نیول شوي دي.

د دغه وزارت ویاند، عبدالمتین قانع ټینګار کوي چې دا مهال امنیتي وضعیت د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.

هغه وویل: «د تخار ولایت د چاه‌آب ولسوالۍ د یو شمېر اوسېدونکو او د دې ولسوالۍ اړوند د سرو زرو د استخراج د یوه شرکت ترمنځ شخړه رامنځته شوې وه چې له امله یې له بده‌مرغه درې تنه ځایي اوسېدونکي او یو کس د شرکت کارکوونکی وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.»

په همدې حال کې، یو شمېر شنونکي د کانونو د شفاف مدیریت نشتوالی، د شرکتونو او د سیمې د اوسېدونکو ترمنځ د همغږۍ کمزورتیا او د خلکو د غوښتنو له پامه غورځول د دا ډول نښتو اصلي لاملونه بولي.

د دوی په باور، د کانونو استخراج باید داسې ترسره شي چې ګټه یې د سیمې خلکو ته ورسېږي او د سیمې اوسېدونکي دې په عوایدو کې عادلانه برخه ولري.

سیاسي شنونکی، خلیل‌احمد نادم په دې اړه وايي: «د کانونو لږ تر لږه ۵۰ سلنه عواید باید د هماغه ځای خلکو ته ور وګرځي، د زیربناوو لپاره وکارول شي، خلکو ته کار پيدا شي او د خلکو ژوند باید ورباندې بدل شي، خو که دا استخراج ناعادلانه وي، نو طبیعي ده چې خلکو ته د منلو وړ نه‌وي او هغوی به مقاومت کوي.»

اقتصادي شنونکی، محمدنبي افغان هم وايي: «حکومت باید لومړی دا پرېکړه وکړي چې د خلکو له شخصي ځمکو سره څه کوي، وروسته دې د دولتي ځمکو حدود وټاکي او له هغو دې ساتنه وکړي.»

د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دې پېښې پورې د تړلي شرکت فعالیتونه درول شوي او د پېښې د ټولو اړخونو د روښانولو لپاره د پولیسو څېړنې روانې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "تخار کې د شخړې وروستي جزیات؛ څلور تنه وژل شوي او پنځه ټپیان دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*