ترکمنستان چمتو دی چې افغانستان کې د ټاپې پروژې چارې پیل کړي

Loading

د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر د اسلامي امارت د رییس الوزرا له اقتصادي مرستیال سره په یوه پرلیکه ناسته کې ویلي، ترکمنستان چمتو دی چې له افغانستان سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا په موخه نږدې راتلونکي کې د افغانستان په خاوره کې د ټاپې پروژې چارې پیل کړي.

د اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې لمخې، دغه کتنه کې پر اقتصادي، سیاسي، ټرانزیټي، سوداګریزو مسایلو هم خبرې شوې دي. 

خبرپاڼه کې راغلي د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر دغه راز ملا عبدالغني برادر ته د ترکمنستان د سفر بلنه هم ورکړې ده. 

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري طلوع‌نیوز ته د دغې پرلیکه ناستې په اړه و ویل: « د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د ترکمنستان بهرنیو چارو له وزیر سره د وسپنې پټلۍ پراختیا، انرژۍ پراختیا او ټاپي پروژې په اړه خبرې وکړې او دغه راز هوکړه وشو چې دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي، سوداګریزې او ټرانزیټي همکارۍ پراخه شي.»

د خبرپاڼې لمخې، ملا عبدالغني برادر دغه خبرو اترو کې ویلي چې اسلامي امارت د خپل اقتصاد محوره بهرني سیاست لمخې، د سیمې پر اتصال تمرکز لري او دغې موخې ته د رسېدو لپاره د ترکمنستان همکارۍ ته اړتیا لري.

د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي د ټاپي پروژې پیلېدل او د کابل او عشق اباد د اړیکو پراختیا د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې په برخه کې مهم بولي.

د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالظهور مدبر طلوع‌نیوز ته و ویل: « ټاپي پروژه بې له شکه چې د افغانستان لپاره ډېرې اقتصادي ګټې لرلې شي البته که کار یې په ښه توګه تطبیق شي. ټاپي کولای شي تر یوه حده د افغانستان خلکو لپاره کاري زمینه برابره کړي.»

کابل کې د ترکمنستان سفیر وړمه ورځ د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره د افغانستان کانونو د دغه هېواد د پانګونې او په نږدې راتلونکي کې د ټاپي پروژې د پیلېدو په اړه خبرې کړې وې

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ترکمنستان چمتو دی چې افغانستان کې د ټاپې پروژې چارې پیل کړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*