ترکيه د عبدالرشید دوستم پنځه قوماندانان له دغه هېواد باسي

ترکیې د افغانستان د اسلامي جنبش ګوند د مشر عبدالرشید دوستم اړوند پنځه پوځي قوماندانان نیولي او په استانبول کې یې د کډوالو یوه مرکز ته انتقال کړي دي.

په انقره کې د افغانستان سفارت افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د دوی د خلاصون په برخه کې مرستې ته چمتو دي.

له ترکیې یوې باخبرې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د ترکیې پولیسو په زوره د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د افغانستان د اسلامي جنبش کوند د څلورو قوماندانانو لاسلیکونه له ترکیې څخه د اخراج په سندونو کې اخیستي دي.

په همدې حال کې په ترکيه کې ځينې سرچينې وايي چې په ترکيه کې د پخواني حکومت د يوشمېر چارواکو او پوځيانو د اوسېدو قانوني موده پای ته رسېدلې او دوی له دغه هېواد د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

دغه سرچینې زیاتوي چې د ترکیې حکومت د دغو افغان چارواکو د اوسېدو موده نه ده غځولې او د پولیسو له خوا د نیول کېدو له وېرې له کوره نه شي وتلای.

د افغانستان اسلامي جنبش ګوند ته یوې نږدې سرچینې ویلي، چې په دوستم پورې تړلي شاوخوا دوه سوه کورنیو د اوسېدو نېټه پای ته رسېدلې او ټولې یې د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

په دوی کې ځیني بیا وايي، که په دغه ګوند پورې تړلي نظامیان، چې د ا.ا. پر وړاندې د جګړې اوږده سابقه لري، واېستل شي، ښايي د ا.ا. له خوا ووژل شي.

د افغانستان اسلامي جنبش ګوند د افغانستان یو له مهمو سیاسي ګوندونو څخه دی، چې په ۱۳۷۱ کال کې د عبدالرشید دوستم په مشرۍ تاسیس شو.

دا سیاسي-پوځي سازمان د افغانستان په شمالي ولایتونو کې په ځانګړې توګه د دغو ولایتونو د ترکمنانو په منځ کې پراخ نفوذ لري.

دغه ګوند په څو تاریخي دورو کې د ا.ا. پر ضد جګړه کړې ده.

د عبدالرشید دوستم او د هغه د کورنۍ د غړو په ګډون د افغانستان د اسلامي جنبش یو شمېر مشران د افغانستان د اسلامي جمهوریت له نسکورېدو وروسته ترکیې ته ولاړل او اوس هم په دغه هېواد کې مېشت دي.

د دغه ګوند ځینو غړو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د ترکیې حکومت د پخواني حکومت د چارواکو او پوځیانو د نه اېستلو د ژمنې خلاف، د ا.ا. له ګواښ څخه په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو بې قید او شرطه شړلو ته دوام ورکړی دی.

په دغو پناه غوښتونکو کې هغه افغانان هم شته چې له ویزې پرته ترکیې ته د غیر رسمي لارو داخل شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ترکيه د عبدالرشید دوستم پنځه قوماندانان له دغه هېواد باسي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*