ترکیې او قطر افغانستان کې د ټول‌ګډوني حکومت پر جوړېدو ټينګار کړی

د ترکیې ولسمشر او د قطر امیر، په یوې ګډه اعلامیه کې، په افغانستان کې، د ټول‌ګډوني حکومت پر جوړېدو او د افغانانو د بنسټيزو حقونو د درناوي پر اهمیت ټینګار کړی دی.

هغوی په دغې ګډه اعلامیه کې چې، د دواړو هېوادونو د عالي ستراتېژیکې کمېټې د لسمې غونډې په پای کې خپره شوې، د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي همغږي کوونکي د خپلواکې ارزونې پربنسټ، د افغانستان د ټيکاو ټينګښت او له دغه هېواد سره د تعامل د همغږۍ لپاره د دواړو لورو پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.

د ترکیې او قطر د عالي ستراتېژیکې کمېټې د ګډې اعلامیې په یوې برخه کې راغلي:«قطر او ترکیې د افغانستان د ثبات د پیاوړتیا لپاره پر خپلې ژمنتیا ټینګار کړی. دوی د اساسي حقونو د درناوي او د ټول‌ګډوني حکومت پر اهمیت او د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ.»

که څه هم اسلامي امارت، د ټول‌ګډوني حکومت د جوړېدو د غوښتنو په تړاو څه نه‌وایي؛ خو په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په تړاو د دغو دوو هېوادونو دريځ ستايي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په دې هکله وايي:«د قطر او ترکیې هېوادونو، دا دریځ چې، په افغانستان کې یې د سولې او ثبات پر دوام ټینګار کوي، هرکلی کوو. د افغانستان ثبات د ټولو هېوادونو په ګټه دی. په افغانستان کې د ټولو وګړو شرعي حقوق خوندي دي او اسلامي امارت د یوه مسوول نظام په توګه، د خپلو خلکو د اقتصاد، امنیت او هوساینې لپاره هلې ځلې کوي.»

د سیاسي چارو شنونکي، سید اکبر سیال وردک په هېواد کې د ټول‌ګډوني حکومت د څرنګوالي په هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«د ټول‌ګډوني نظام، تعریف او څرنګوالی معلوم نه‌دی او دا په افغانانو پورې اړه لري. او د افغانستان اوسنی حکومت باید پرې دې تمرکز ولري او بحث وکړي چې، موږ وکړای شو هغه نظام ولرو چې، د افغانستان ټول خلک او اقشار ترې راضي وي.»

په دې اعلامیه کې راغلي چې، رجب طیب اردوغان او تمیم بن احمد آل ثاني د افغانستان د ثبات د پیاوړتیا په تړاو خبرې کړي او پر همغږي تعامل، دغه هېواد ته د مرستو پر دوام او د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي همغږي کوونکي د خپلواکې ارزونې پر بنسټ یې د افغانستان پر پایېدونکي پرمختګ ټينګار وکړ.

د پوهنتون استاد، ذکي‌الله محمدي په دې هکله وویل:«هغه ارزونه چې، د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازي له لورې شوې، که‌چېرې دغه ارزونه بې‌پرې وي، اسلامي امارت باید د هغې په پلي کولو کې له نړۍوالې تولنې سره، همکاري وکړي. او که‌چېرې په بې‌پرې توګه تطبیق شي، دا د افغانستان د ستونزو د خلاصون لپاره یوه کلۍ کېدای شي.» 

تر دې وړاندې د ترکیې او ازبیکستان ولسمشرانو په بیشکیک کې د تُرک هېوادونو د مشرانو په یوولسمه غونډه کې د افغانستان د ملاتړ ژمنه کړې وه.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ترکیې او قطر افغانستان کې د ټول‌ګډوني حکومت پر جوړېدو ټينګار کړی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*