
تر کابل وروسته، مزار شریف کې د هوا د ککړتیا اندېښنې زیاتې شوي
د مزار شریف ښار اوسېدونکي د هوا ککړتیا پر زیاتوالي اندېښنه څرګندوي او له اسلامي امارت غواي چې دغه برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
دغه هېوادوال وایي، له فلټر پرته د حمامونو فعالیت، په ښار کې د تولیدي کارخونو فعالیت، د ټيټ کیفیت سونتوکو کارول او د موټرو خورا ډېر تګ راتګ د هوا د ککړتیا سترې سرچینې دي.
د مزارشریف اوسېدونکي، صبغتالله توران و ویل: «هغه کارخونې او حمامونه چې ښار ته نږدې دي، کمکیفیته سون توکي کاروي چې له املهیې هوا سخته ککړه شوې او دا د ډېرو ناروغیو سبب شوې ده. زموږ غوښتنه دا ده چې د هوا ککړوونکو سرچینو مخه ونیول شي، زاړه موټر مهار شي، حمامونه فلټرونه ولګوي او کارخونې له ښاره لیرې انتقال شي.»
د مزارشریف بل اوسېدونکي، قیس نیکزاد و ویل: «د ژمي له رارسېدو سره له بده مرغه د هوا ککړتیا زیاته شوې، چې له امله یې خلک د تنفسي ناروغیو په څېر پر ډېرو ناروغیو اخته کیږي. د دې حالت لامل د زړو موټر ډېر تګ راتګ دی.»
له دې سره هم مهاله، بلخ ولایت کې ډاکتران هم د مزارشریف ښار د هوا د ککړتیا زیاتوالی د خلکو د روغتیا لپاره ستر ګواښ بولي او وایي، دا وضعیت د تنفسي ناروغیو د زیاتوالي لامل شوی دی.
ډاکتر، خلیلاحمد کارګر په دې اړه و ویل: «د هوا ککړتیا له امله موسمي ناروغۍ، د تنفس ستونزې، زکام او ساه لنډي رامنځته کیږي، دا ناروغۍ تر ډېره پر هغو کسانو ډېر اغېز کوي چې یا کوچني وي یا زاړه. زموږ سپارښتنه دا ده چې خلک په منظم ډول ماسک وکاروي او کله چې ناروغ شي، ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وکړي.»
په بلخ کې ځایي چارواکي بیا ډاډ ورکوي چې د چاپېریال د لاخرابرېدو او د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره یې جدي کار پیل کړې ده.
د بلخ د چاپېریال ساتنې ادارې رییس، الله خالد و ویل: «موږ هره اوونۍ یوه ورځ د کارخونو او د هغو مرکزونو د څار او کنټرول لپاره ځانګړې کړې، چې د هوا د ککړتیا سبب کیږي. شاوخوا ۸۰ حمامونو ته مو فلټرونه جوړ کړي او هره چهارشنبه دا کار کوو، تر څو د ککړتیا مخه ونیول شي.»
د هوا ککړتیا یوازې یوه چاپېریالي ستونزه نه؛ بلکې یوه ټولنیزه مسله ده چې د خلکو د ژوند پر کیفیت مستقیم اغېز کوي او د بېلابېلو ناروغیو لامل ګرځي.
په وروستیو کلونو کې د هوا ککړتیا د سترو ښارونو له جدي ننګونو ګرځېدلې او د هغې د زیانونو د مخنیوي لپاره د حکومت او اړوندو بنسټونو له لوري بېلابېلې طرحې په پام کې نیول شوي دي.
لومړی نظر وکړئ on "تر کابل وروسته، مزار شریف کې د هوا د ککړتیا اندېښنې زیاتې شوي"