
تېر کال د لغمان ولایتي روغتون کې پر تلسمیا ناروغانو اخته شاوخوا دوولس سوه ناروغانو ته په وړیا ډول وینه ورکړل شوې.
په وروستیو کې دغه روغتون ته د نورو ناروغانو ترڅنګ پر تلسمیا ناروغۍ د اخته ناروغانو د ورتګ شمېر هم زیات شوی دی.
د مسوولینو په خبره په تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې پر تلاسیمیا ناروغۍ اخته شااوخوا ۱۲۰۰ ناروغانو ته په وړیا ډول وینه ورکړل شوې چې دا لړۍ لا هم په چټکۍ روانه ده.
د لغمان د ولایتي روغتون رییس، پاینده محمد په دې اړه وايي: «د تېر کال په جریان کې د تلاسیمیا ١٢١١ ناروغانو د لغمان ولایتي روغتون ته مراجعه کړې ده چې په ورځني ډول هره ورځ پینځه ناروغان دې روغتون ته مراجعه کوي او هغوی ته وینه ورکول کېږي.»
د احمد نبي په نوم یو روغتیاپال هم طلوعنیوز ته وايي: «مونږ یو لېست لرو، څوک چې وینې ته اړتیا ولري د همدې لېست مطابق کسانو ته زنګ وهي چې بیا رضاکاران راځي او وینه ورکوي چې د دغو مریضانو مشکلات د همدغه رضاکارانو په مرسته حلېږي.»
بل لور ته ځینې ناروغ لرونکي بیا له رضاکاره ځوانانو غوښتنه کوي چې د وینې په ورکړه کې د مرستې لاس ورکړي.
ناروغ لرونکی، فهیم خان بیا وايي: «زما وراره وینه کمو، زما غوښتنه دا ده چې ما سره خلک مرسته وکړي او داسې ځوانان پیدا شي وینه راکړي او مونږ سره کومک وکړي.»
د لغمان اوسېدونکی، بهیر هم خپل نظر داسې څرګندوي:«که زما په وینه د یوه انسان ژوند ژغورل کېږي زه یې په خدمت کې یم، زما په څېر ځوانانو باندې فرض ده چې دلته راشي وینه ورکړي.»
د لغمان ولایتي روغتون مسوولین دغه راز زیاتوي پر تلاسیمیا ناروغۍ اخته ناروغانو ته د وینې موندنې په پار یې په ټولنیزو شبکو کې ځانګړي ګروپونه جوړ کړي چې د اړتیا پرمهال د دوی له غوښتنې سره سم رضاکار ځوانان د وینې د ورکړې په پار ځانونه ور رسوي
لومړی نظر وکړئ on "د تلسمیا ناروغانو وړیا درملنه؛ لغمان کې په رضاکارانه وینه ورکړ کیږي"