
تورخم کې له پاکستانه د راستنېدونکو افغانانو د نوې څپې لپاره چمتووالی
په تورخم کې د عمري کډوالو پنډغالي مسوول وايي له پاکستانه په جبري ډول را ایستل کېدونکو کډوالو ته یې هر اړخیز چمتووالی نیولی دی.
په پاکستان کې د افغان کډوالو اوسېدنې مودې پایته رسېدو سره هممهاله په دغه هېواد کې د دغو کډوالو ژوند شرایط لاپسې پیچلي او ستونزمن شوي دي.
د تورخم له لارې په جبري ډول تازه را ایستل شوي ځینې کډوال په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت په تړاو خپل د سترګو لیدلی حالت داسې بیانوي.
له پاکستانه تازه را ایستل شوی، ساده ګل په دې اړه داسې وايي: (ځینې سامانونه همداسې پاتې شول تقریباً شپږ اوو لکه قرضه مې پاتې شوه په هوا یې کړو چې ځئ وینه یې راکې وچه کړې وه.)
په جبري ډول ځینې نور راستانه شوي کډوال د سرپرست حکومت له مسوولینو او مرستندویه بنسټونو څخه د مرستې او لاسنیوي غوښتنه کوي.
دوی وايي د پاکستاني پولیسو له لوري تش لاس د خپلو کورنیو له غړو سره یوځای هېواد ته راستانه کړای شوي دي.
له پاکستانه یو بل را ایستل شوی، کریم الله هم بیا وايي: ( موږ دلته راغلو او نه مو افغانستان په سترګو لیدلی و، نه راسره ځای شته دی او نه راته معلومات دي چې چېرته به ځم، که چاسره د اوسېدو ځای نه وي نو هغوی ته دې ځمکه او کومک ورکړل شي.)
لعل پاچا هم داسې و ویل: ( زمونږ په ټیکسلا کې دوکان و، هر څه رانه پاتې شول او وطن ته یې همداسې راستانه کړو.)
خو د ننګرهار سیمهییز مسوولین وايي له پاکستانه په جبري ډول راستنېدونکو افغان کډوالو هرکلي لپاره ته بشپړ چمتووالی لري.
په تورخم ښارګوټي کې د عمري کډوالو پنډغالي مسوولینو په خبره تازه راستنېدونکو کډوالو ته د نورو امکاناتو برابرولو ترڅنګ به پنځه زره کېږدۍ هم په دغه پنډغالي کې ولګوي.
په تورخم کې د عمري کډوالو پنډغالي مسوول، محمد هاشم میوندوال خپل دریځ داسې وړاندې کوي: ( دا کوم کډوال چې پاکستان را اړوي د دوی لپاره مو دوه چنده کېږدۍ ودرولې دي، که چېرې کډوال دوی زیات کړي تر پنځو زره کېږدیو پورې مو چمتووالی نیولی دی.)
تورخم ښارګوټي کې د کډوالو د لېږد امر، بخت جمال ګوهر هم بیا وايي: (تر ننه پورې په عادي ډول کډوال را روان دي، نن سې شنبه ده او کوم داسې نوې پېښو سره موږ نه یو مخامخ شوي او کډوالو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې دي.)
دا پداسې حال کې ده چې څو ورځې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ رییس طلوع نیوز ته ویلي وو چې هممهاله له ایران او پاکستان سره په خبرو بوخت دي چې کډوال په زور ونه باسي.
نوموړی ټینګار کړی وو چې د افغان کډوالو ستنول باید په خپل خوښي، احترامانه او له انساني کرامت سره سم اوسي.
لومړی نظر وکړئ on "تورخم کې له پاکستانه د راستنېدونکو افغانانو د نوې څپې لپاره چمتووالی"