تورخم کې له پاکـستانه را اړول شویو ته ۱۴۵ میليون افغانۍ ورکړ شوې

تورخم کې له پاکـستانه را اړول شویو ته ۱۴۵ میليون افغانۍ ورکړ شوې

تورخم کې د عمري لنډمهالي پنډغالي مسوولین له اپریل میاشتي راهیسې له پاکستانه په جبري ډول راستنو شویو شاوخوا شل زره کورنیو ته د ۱۴۵ میلیونه افغانیو له وېشلو خبر ورکوي.

له اوږدې کډوالۍ وروسته د وطن غېږ ته د راستنې شوې کورنۍ غړي د تورخم عمري کډوالو لنډمهالي پنډغالي مالي کمېټې ته د نغدي مرستې ترلاسونې لپاره ورغلي دي.

دوی په پاکـستانه کې د افغان کډوالو د سخت وضعیت په اړه داسې وايي.

نېک محمد وايي: «مزدوري مو کوله، موږ به یو کس سبزي خرڅوله، بل به قصابي کوله، یو به د هوټل کار کاوه، اوس وخت کې هلته د افغان کډوالو وضعیت بېخي خراب دی، کډوال یې نه پرېښودل، په همدې خاطر مو ټول کارونه پرېښودل او را ووتلو.»

د کار او روزګار ترڅنګ د سرپنا نشتوالی د تازه راستنو کړل شویو پر وړاندې جدي ننګونې ګڼل کېږي.

له پاکستانه یو بل را اړول شوی، صفي الله هم داسې وايي: «مونږ سره یې هېڅ شی نه دی پریښی، دوکان او هر څه رانه پاتې شوي دي، اوس هېڅ نه لرو، حیران یو چې چېرته لاړ شو، کور نه لرو، ځو مزار ته هلته مو د خپلوانو کورونه هم نشته، د موټر د کرایې وس هم نه لرو.»
 
په تورخم کې د عمري کډوالو لنډمهالي پنډغالي د مالي کمېټې مسوول وايي په نږدې تېرو دوو میاشتو کې یې له پاکستانه په جبري ډول راستنو شویو شاوخوا شل زره کورنیو ته یې ۱۴۵ میلیونه افغانۍ وېشلې دي.

د تورخم عمري کډوالو پنډغالي د مالي کمېټې مسوول، عبدالهادي اخندزاده بیا و ویل: «دوی ته ١٤٥ مېلیونه افغانۍ وېشل شوي او ترتیب یې په دې رقم دی چې کومه کورنۍ چې دوه، درې یا څلور غړي ولري د یوه نفر په سر دوه زره افغانۍ پرې توزېع کوو او کومه کورنۍ چې پنځه یا له پنځو زیات غړي ولري پر هغوی لس زره افغانۍ وېشو.»

له پاکـستانه او ایرانه د افغان کډوالو د جبري ایستنې لړۍ چټکېدو سره هممهاله د کور او ښار جوړونې وزارت په مشرۍ د بیا مېشتېدنې کمېټې له لوري په ډېری ولایتونو کې کډوالو ته د سرپناه برابرولو په موخه د استوګنیزو ښارګوټي د جوړولو چارې پیل شوې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "تورخم کې له پاکـستانه را اړول شویو ته ۱۴۵ میليون افغانۍ ورکړ شوې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*