
تیر هجري لمریز کال له دوه میلیونو او ۲۰۰ زرو زیات پاسپورټونه هېوادوالو ته وېشل شوي دي.
د پاسپورت عمومي ریاست وایي، دغه موده کې بیا د پاسپورټونو د وېش له لارې یې څه د پاسه ۱۳ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د پاسپورټ عمومي رییس، عبدالرحیم حسیب و ویل: «موږ تېر لمريز کال یانې ۱۴۰۳ کې، دوه میلیونه، ۲۷۲ زره او ۳۸۴ پاسپورټونه توزیع کړي دي. مخکې مې هم یادونه کړې، چې له دې لارې میلیاردونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي او د افغانستان د مرکزي بانک خزانې ته انتقال شوي دي.»
هغه زیاتوي چې د پاسپورټ له ریاست سره د برښنایي پېژندپاڼو د سیسټم په نښلولو سره د نوم او عمر د اصلاح چاره هم ساده شوې ده.
عبدالرحیم حسیب و ویل: «اوس دا ستونزه حل شوې. موږ د برښنايي پېژندپاڼې له سیسټم سره وصل یو، او د احصایې له ادارې د پېژندپاڼې مالومات ترلاسه کوو. له دې وروسته به څوک د پاسپورټ چاپ او تېروتنو له ستونزو سره مخ نه شي.»
بلخوا، د پاسپورټ غوښتونکي د پاسپورټ ترلاسه کولو بهیر له ښه کېدو او رامنځته شویو اسانتیاو خوښ بریښي.
د پاسپورټ غوښتونکی، محمد حنیف و ویل: «تېر کال دغه بهیر له شپږو میاشتو تر یو کال وخت نیوه. اوس ما په درې ورځو کې خپل پاسپورټ ترلاسه کړ. اوس پاسپورټ ترلاسه کول اسانه شوي دي.»
د پاسپورټ بل غوښتونکي، سیداجان و ویل: «که دغه بهیر په ولایتونو کې هم عملي شي، خلکو ته به لا نورې اسانتیاوې برابرې شي. اوس هیڅ ستونزه نشته، ما ډېر ژر پاسپورټ ترلاسه کړ او خلک به هم ډېر ژر پاسپورټونه ترلاسه کړي.»
د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره د هېوادوالو غوښتنه د پخوا پرتله کمه شوې ده.
لومړی نظر وکړئ on "تېر هجري لمریز کال کې څه باندې دوه میلیونه پاسپورټونه وېشل شوي دي"