د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېره یوه اونۍ کې څه باندې ۳۰ زره افغانان له ایران، پاکستان او ترکیې هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت ویاند، عبدالمطلب حقاني طلوعنیوز وایي، ډېر شمېر دغه کسان بیا له ایرانه راستانه شوي دي.
عبدالمطلب حقاني و ویل: « تېره یوه اوونۍ کې څه د پاسه ۳۰ زره افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي دي، چې شاوخوا ۲ زره او ۵۰۰ یې له پاکستانه، ۱۹۰ له ترکیې او پاتې نور یې له ایرانه راستانه شوي دي.»
نوموړی وایي، له دغو راستنو شويو سره مرستې هم شوې دي.
په همدې حال، ځینې افغانان چې ګاونډیو هېوادونو ته د کار لپاره تللي، دغو هېوادونو کې د ژوند له سختو شرایطو او له دوی سره له ناوړه چلند شکایت کوي.
ایران کې افغان کډوال، عبدالبصیر وایي: « یو کال کیږي چې شرایط ډېر سخته شوي، د پولیسو له لوري نیونې ډېرې شوې دي، کار نه پیداکیږي، که کار پیداشي پیسې په لاس نه راځي، له اسلامي امارته مې غوښتنه دا ده چې خپل هېواد کې کاري زمینې رامنځته کړي.»
ځینې نور کډوال بیا هیله لري چې اسلامي امارت په کوربه هېوادونو کې د دوی پر وړاندې شته ننګونو ته رسېدنه وکړي.
په پاکستان کې افغان کډوال، احسان خان و ویل: « د افغان کډوالو په تړاو چې هره پرېکړه کیږي، هر ګام پورته کیږي، باید له هرڅه وړاندې ورته په هېواد کې د ژوند چاپېریال جوړ شي چې په هغې کې د اوسېدو ځای، د زده کړو او کار اسانتیاوې دي.»
پاکستان او ایران په دې وروستیو کې له دغو هېوادونو د ناقانونه کډوالو د ایستلو لپاره په نږدې راتلونکي کې د خپلو پلانونو د عملي کولو خبر ورکړی دی.
لومړی نظر وکړئ on "تېره یوه اوونۍ کې له ایران، پاکستان او ترکیې ۳۰ زره افغانان راستانه شوي"