تېره یوه میاشت کې څه باندې ۳ زره ۸۰۰ افغان کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

د ګاونډیو هېوادونو له لوري د افغان کورنۍ د اېستلو په لړ کې، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په تېره یوه میاشت کې له ګاونډیو هېوادونو درې زرو ۸۴۵ کورنۍ اېستل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند وايي، د دغو کورنیو له ډلې، ۱۴ یې له ترکیې، ۱۰۱۷ کورنۍ له پاکستانه، او پاتې نورې کورنۍ له ایرانه ایستل شوې دي.

 د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني و ویل: « په تېره یوه میاشت کې له ګاونډیو هېوادونو ۳ زره ۸۴۵ کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوي دي، چې له جملې یې ۱۴ کورنۍ له ترکیې، ۱۰۱۷ کورنۍ له پاکستانه او پاتې نورې یې له ایرانه راستنې شوي دي. له دغو راستنو شویو کورنیو سره د هېواد په فرضي او سرحدي دروازو کې بېړنۍ مرستې هم شوي دي او له خوراکي او غیر خوراکي مرستو وروسته تر خپلو سیمو هم رسول شوې دي.»

بل‌خوا، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي چې په روان کال کې په سلګونو زره افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته راستانه شوي، چې ډېری یې په جبري ډول اېستل شوي دي. 

د دې ادارې په وینا، ایران پلان لري چې د راتلونکي کال د مارچ میاشتې تر پایه دوه میلیونه بې اسنادو بهرني وګړي له خپلې خاورې وباسي. 

 د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاندې کارولاین ګلک په دې اړه و ویل: « په تېر یوه کال کې په سلګونو زره کسان افغانستان ته راستانه شوي دي. ډېری یې د نه ستنېدو لپاره له مشورو سره سره، په جبري ډول راستانه کړای شوي دي. د ایران چارواکو ویلي چې دوی پلان لري تر مارچ میاشتې پورې دوه میلیونه بې اسنادو بهرني وګړي وباسي. د سپټمبر له میاشتې راهیسې د راستنېدونکو شمېر د پام وړ زیات شوی دی. ټولې راستنېدنې باید په خپله خوښه، په خوندیتوب او عزت سره ترسره شي.»

 یو شمېر هېوادوال چې له ایران  تازه راستانه شوي دي، وايي چې له جدي ستونزو سره مخ دي. 

هغوی له سرپرست حکومته غواړي چې د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې ورته برابرې کړي. 

 را اېستل شوی شېرمحمد وایي: « زه ډېرې ستونزې لرم، په کور کې مې ۱۳ د کورنۍ غړي دي او یو ناروغ هم لرم. مور او پلار مې بوډاګان دي او اقتصاد مې هم کمزوری دی.»بل را اېستل شوي اصلاح ‌الدین و ویل: « زده دوه سوه زره روپۍ پوروړی یم او ځای هم نه لرم.»

تر دې وړاندې هم د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي و، چې د روان لمریز کال په تېرو اتو میاشتو کې له ایران، ترکیې او پاکستانه تر ۹۰۰ زرو زیات افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "تېره یوه میاشت کې څه باندې ۳ زره ۸۰۰ افغان کورنۍ هېواد ته راستنې شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*