تېرو دوو میاشتو کې څه باندې اتلس سوه کورنۍ له پاکستانه راستنې شوې دي

په تېرو دوو میاشتو کې د سپین بولدک له لارې ۱۸۷۶ کډوالۍ کورنۍ له پاکستانه هېواد ته راستنې شوې دي.

د کندهار تخته پل ولسوالۍ د کډوالو د لنډمهالي پنډغالي مسوول وايي، اوس هم پاکستان کې له افغان کډوالو سره مناسب چلن نه کېږي. 

د کندهار د تخته پُل ولسوالۍ کډوالو لنډمهالي پنډغالي مسوول،  حبيب الله و ویل: « پاکستان کې اوس هم له افغانانو سره ښه چلن نه کېږي او هره ورځ ګڼي کورنۍ خپل هېواد ته راځي. يوازې د سنبلې له لومړۍ نېټې بيا د ميزان تر ۲۸مې پورې له پاکستانه ۱۸۷۶ کورنۍ راغلي دي، چې ۹۸۱۰ تنه کېږي.»

د بغلان اوسېدونکی پنځوس کلن محمد عیسی چې، له اوږدې کډوالۍ وروسته تازه د سپین بولدک له لارې له پاکستانه راستون شوی وایي، پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناسم چلن کېده، نو ځکه یې له خپلې کورنۍ سره هېواد ته د راستنېدو پرېکړه وکړه.

محمد عیسی و ویل: « پاکستان کې د افغان کډوالو حالت بيخي زيات خراب دی، خلک زنداني کوي او ځیني ان ورک دي، نو په ټوله کې د زندانيانو حالت پاکستان کې بيخي خراب دی.»

تازه راستانه شوي ځینې نور کډوال چې پاکستان کې بندیان شوي هم دي وايي، له هرې امنیتي پېښې وروسته پاکستاني ځواکونو په ناقانونه ډول افغان کډوال نیسي او زنداني کوي یې او ګران بیه توکي او پیسې ترې اخلي. 

دوی خپلو ستونزو او اړتیاو ته د رسېدنې په برخه کې له مسوولینو د همکارۍ غوښتنه کوي.

تازه راستون شوی، عبدالهادي وایي: « زه يې خپله زنداني کړم او شپږ ورځي زنداني وم، له هغه وروسته یې افغانستان ته راواړلم.»

بل راستون شوي، خيال محمد و ویل: « پاکستان کې ما زيات افغانان په ستونزو کې ولېدل، زياتو خپل ملکیتونه په نيمه بيه خرڅول او ناچاره وو، چې دا کار وکړي.»

عبدالستار و ویل: « زه ډېر خوشحاله یم، چې خپل هېواد ته راغلم، خو دلته هېڅ هم نلرم، له اسلامي امارته غواړم، چې د کار زمينه راته برابره کړي او ترڅنګ یې د سرپناه لپاره ځمکه راکړي.»

د تخته پل د کډوالو لنډمهالي پنډغالي د مسوولینو په خبره، دغو تازه راستنو شویو لپاره د خوړو، درملو او نغدو پیسو ترڅنګ خپلو سیمو ته د لېږد اسانتیاوې هم برابرې شوې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "تېرو دوو میاشتو کې څه باندې اتلس سوه کورنۍ له پاکستانه راستنې شوې دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*