تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سېلابونو له امله ۱۱ کسان مړه شوي

💬0

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سېلابونو له امله ۱۱ کسان مړه شوي

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د شدیدو ورښتونو او سیلابونو د راوتلو له امله په ټول هېواد کې ۱۱ کسانو خپل ژوند بایللی او شپږ نور ټپیان دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې ویاند وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې ۱۱ کسان مړه او ۶ نور ټپیان شوي دي.
محمدیوسف حماد زیاته کړه چې په دغو پېښو کې ۷ تنه ورک دي او ۲۹۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ویاند، محمد یوسف حماد ویلي: « د وروستیو پېښو په پایله کې، ۱۱ تنه شهیدان شوي، ۶ تنه ټپیان شوي او ۷ نور کسان نادرکه دي. همدارنګه، ۳ کورونه په بشپړه توګه او ۱۵۶ کورونه په نسبي ډول ویجاړ شوي دي. سربېره پر دې، ۱.۱۵ کیلومتره سړک زیانمن شوی او ۲۹۰ کورنۍ هم اغېزمنې شوې دي.»

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې رییس، محمد نسیم مرادي هم ویلي: « د هواپېژندنې ریاست د شته ماډلونو پر بنسټ، د هېواد په ډېرو سیمو کې د سختو ورښتونو وړاندوینه شوې ده. دا ورښتونه به له برېښنا، ناڅاپي سېلابونو او سختو توپانونو سره مل وي. همدا راز، د سبا او راتلونکو ورځو لپاره د پرېکنده او په ځینو سیمو کې د سختو ورښتونو احتمال هم اټکل شوی دی.»

بل لور ته، د کابل – جلال‌آباد لویه لار چې څلور ورځې کېږي تړلې ده، لا هم د ترافیکو پر مخ نه ده پرانیستل شوې.
د ټولګټو وزارت ویاند وایي چې یو شمېر نورې لویې لارې هم په لنډمهالې توګه تړل شوې دي.

د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس بیا وايي: « د وروستیو ورښتونو، سېلابونو او د ډبرو د ښویېدو له امله، د کابل–جلال‌اباد لویه لاره د تنګي غارو په سیمه کې، د سمنګان د روی‌داب ولسوالۍ لاره، د فاریاب د فردوس بلچراغ مسیر، او همدارنګه د بادغیس–فاریاب او بادغیس–هرات لویې لارې په موقتي ډول د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.»

په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله، چې خلکو ته یې پراخ زیانونه اړولي، سیمه‌ ییزو مسوولینو د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ ۳۵۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي توکي، د کور لومړني وسایل او روغتیايي کڅوړې وېشلې دي.
خو یو شمېر زیانمن شوي خلک د مرستو د دوام او د داسې پېښو د بیا تکرار د مخنیوي لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

د بغلان اوسېدونکی، الله ‌محمد وايي: « هغه توکي دي چې د مصرف لپاره کارېږي، نه هغه چې ترې کور جوړ شي.»

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي اداره دغه راز وایي چې د وري له شپږمې نېټې تر اوسه د بارانونو، سېلابونو او زلزلو له امله ۱۱۰ کسان مړه، ۱۶۰ ټپیان شوي او ۹۵۸ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سېلابونو له امله ۱۱ کسان مړه شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*