تېر کال افغانستان ته له روسیې څخه د نفتي توکو په وارداتو کې زیاتوالی

💬0
منبع

تېر کال افغانستان ته له روسیې څخه د نفتي توکو په وارداتو کې زیاتوالی

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې افغانستان ته د روسیې نفتي توکو په صادراتو کې شل سلنه زیاتوالی راغلی دی؛ خو په ټوله کې بیا افغانستان او منځنی اسیا ته د روسیې نفتي صادرات پنځلس سلنه اعشاریه پنځه سلنه زیات شوي دي.
د اقتصادي چارو شنونکی سیر قریشي وايي: «دا بدلون ښيي چې د افغانستان او روسیې ترمنځ د انرژۍ همکارۍ زیاتې شوې دي. روسیې هم د انرژۍ د صادراتو په برخه کې خپل تمرکز ډېر کړی او د افغانستان لپاره دا موضوع د سون توکو تامین او د بیو ثبات سره مرسته کوي.»

راپور زیاتوي، د تېر کال له سپټمبر وروسته افغانستان ته د روسیې پر صادراتو ځینې بندیزونه هم لګول شوي دي.
په ورته مهال بیا له بیلاروس څخه هم افغانستان ته نږدې ۴۰۰ ززره ټنه نفتي توکي صادر شوي دي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر ریشتیا بیا په دې اړه وايي: «روسیه له هغو هېوادونو څخه ده چې د نفتو او ګازو بډایه زیرمې لري، او افغانستان روسیې ته سخته اړتیا لري. اوس مهال روسیه لېواله ده چې له افغانستان سره د خپلو سوداګریزو او سیاسي اړیکو په پیاوړي کولو سره ځان د جنوبي اسیا هېوادونو ته ورسوي»

د اقتصادي چارو یو شمېر نور شنونکي بیا ټینګار  کوي، چې په اوسنیو شرایطو کې اړینه ده افغانستان خپلو کورنیو ظرفیتونو ته لا زیاته پاملرنه وکړي او په اوږدمهال کې هڅه وکړي چې د بازار یوه برخه اړتیا له کورنیو سرچینو څخه پوره کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی سیر قریشي وايي: «دا بدلون ښيي چې د افغانستان او روسیې ترمنځ د انرژۍ همکارۍ زیاتې شوې دي. روسیې هم د انرژۍ د صادراتو په برخه کې خپل تمرکز ډېر کړی او د افغانستان لپاره دا موضوع د سون توکو تامین او د بیو ثبات سره مرسته کوي.»
راپورونه ښيي چې افغانستان په سیمه کې د روسیې د نفتي محصولاتو له مخ پر ودې بازارونو څخه ګڼل کېږي، او د وارداتو ۲۰ سلنه زیاتوالی دا څرګندوي چې دغه هېواد لا هم په دې برخه کې پر نورو متکي دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "تېر کال افغانستان ته له روسیې څخه د نفتي توکو په وارداتو کې زیاتوالی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*